کونړ کې د یوه مرستندویه بنسټ له لوري د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې لړۍ پيل شوه.
د مسوولینو په خبره د وړیا درملنې دغې لړۍ کې به د ۲۵۰ هغو ناروغانو د سترګو عملیات وکړي چې په خصوصي روغتونونو کې د درملنې وس نلري.
د مرستندویه بنسټ مسوول، شاکرالله امین و ویل: « ۲۵۰ هېوادوالو ته پلان لرو چې، عملي کار یې شروع شوی دی. هغه هېوادوال چې عملیات ته اړتیا لري، د هغوی معاینات او درمل وړیا دي.»
د کونړ د عامې روغتیا رييس، مظفر خان مخلص و ویل: « هغه څوک چې غواړي دغې ټولنې او ولس ته خدمت وکړي، د عامې روغتیا د مسوولینو مسوولیت دی، ښه زمینه مو ورته برابره کړې.»
ورته مهال ځینې ناروغان له اړونده مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د وړیا درملنې دغې لړۍ د غځېدو غوښتنه کوي.
د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د سترګو په ناروغۍ اخته و او د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې وس نه درلود، د کونړ مرکز اسعداباد ښار ته د سترګو وړیا درملنې لپاره راغلی دی.
عبدالرحمن و ویل: « بلکل زما پر سترګې پرده ده، لږه روغه ده، نظر یې را خراب کړی دی، کتاب پرې نشم لوستی نه فضل اعمال او نه بل کتاب، ډېر تکلیف وي راته د شپې پر مهال په لوړه ژوره نه پوهېږم.»
د کونړ اوسېدونکي، سید محمود و ویل: « له دې امله راغلی یم چې دا وړیا عملیات دی، خلکو ته په وړیا ډول عملیات کوي.»
د کونړ بل اوسېدونکي، محمد غوث و ویل: « د دغسې موسسو ملاتړ دې وکړي، دوی ته دې ځایونه پیدا کړي، دوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي چې په ښه ډول وکولای شي د افغانانو په خپل مسلک کې ښه خدمتونه وکړي.»
د روغتیايي مسوولینو د مالوماتو لمخې، روان لمریز کال په هلمند، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې هم ځینو مرستندویه بنسټونو د عامې روغتیا وزارت او افغاني سرې میاشتې ټولنۍ په همکارۍ د سترګو ناروغانو ته د وړیا درملنې زمینه برابره کړې وه.
په دې اړه مو اندونه