د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي دغې ولسوالۍ ته د برښنا مزي د غځولو چارو د چټکتیا غوښتنه کوي.
دوی وایي، د دغې پروژې چارې نږدې یو کال وړاندې پیل شوي خو کار یې ټکنی روان دی.
د تڼیو اوسېدونکي، نثار و ویل: « څه موده وړاندې دلته د برښنا کارونه پيل شول ستنې يې هم لګيدلې دي خو اوس يې کار ولاړ دی له دولته غوښتنه کوو چې دا کار ګړندی کړي تر څو له برښنا برخمن شو.»
د تڼیو بل اوسېدونکي، بلال و ویل« غوښتنه مو دا ده، چې برښنا بايد ژر تر ژره راشي دلته به هټۍوالو او عامو خلکو ته اسانتیا رامنځته شي.»
د تڼیو ځینې نور اوسېدونکي وایي، دغې ولسوالۍ ته د برښنا په لېږد سره به له ډېرو اسانتیاو برخمن شي.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی، احمد مينه ناک وایي: « دلته د برښنا لومړني کارونه پيل شوي خلک ډير ورته خوشاله دي، که برښنا راشي ډيرې اسانتیاوې به ورسره رامنځته شي.»
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد ساکن و ویل: « موږ برښنا ته ډيره اړتيا لرو، که راشي دلته به نور کارونه هم ورسره روان او ابادي راشي.»
خو د خوست سیمهییز مسوولین تڼۍ ولسوالۍ ته د برښنا مزي غځولو چارو د چټکتیا ډاډ ورکوي.
د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز و ویل: « تڼيو ولسوالۍ ته د برښنا روانه پروژه چې نږدې څوارلس سوه کورنۍ به ترې برخمنې شي ولايتي اداره له برښنا رياست سره په دې هڅه کې ده، چې دا پروژه ژر بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.»
د سیمهییزو مسوولینو د مالوماتو پربنسټ، د دغې پروژې د چارو بشپړتیا سره به په ټنیو ولسوالۍ کې ۱۴۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شي.
په دې اړه مو اندونه