Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څه باندې ۸۰ زره ښوونکي د خپلې څانګې خلاف تدریس کوي

د پوهنې وزارت وايي، شاوخوا ۳۰ زره له دولسم ټولګي فارغان او شاوخوا پنځوس زره نور ښوونکي د تحصیلي څانګو خلاف د هېواد په ښوونځیو کې زده کړې ورکوي.

 دغه وزارت زیاتوي چې د پوهنې وزارت د ښوونکو ظرفیت لوړولو په پار په ټولو ولایتونو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا هستې رامنځته کوي.

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رییس، محمد ابراهیم عمري په دې اړه وايي: «اوس مهال، له ۵۰ زرو ډېر ښوونکي د خپلې تخصصي رشتې خلاف تدریس کوي، او ۳۰ زره نور ښوونکي یوازې د دولسم ټولګي سند لري. موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د پوهنې کیفیت لوړ کړو.»

دغه ریاست د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې د پوهنې رییسانو په ګډون د مسلکي پراختیا ۲۵۰ غړو ته څلور ورځنی سیمینار جوړ کړی چې ښوونې نوي میتودونه ور زده کړي.

د پروان د پوهنې رییس سید محمد فیضي و ویل: «د سیمینارونو او ورکشاپونو ترسره کول د ښوونیز نظام د موجودو ستونزو له امله دي، او له دې وروسته به دا ستونزې تر یوه حده حل شي.»  

د کاپیسا د پوهنې رییس محمد فرید حقاني هم د علم او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «علم او پوهه نه یوازې د یوې ټولنې ښایست دی، بلکې یوه اساسي اړتیا هم ګڼل کېږي.»

بل پلو د کابل شمال ولایتونو کې د مسلکي پراختیا ځینې غړي وايي لاهم په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت یوه جدي ستونزه ده.

احمد فواد فایز، د پنجشېر د مسلکي پراختیا غړي، په دې اړه و ویل: «ځینې ښوونکي، چې له ۳۰ تر ۳۵ کلونو پورې د تدریس تجربه لري، لا هم د نوو تدریسي میتودونو د زده‌کړې اړتیا لري، که څه هم د دوی د مضمون پوهه فوق‌العاده ده.»  

احسان‌الله اکبري، د کاپیسا د مسلکي پراختیا غړي، هم د ښوونیزو متخصصینو د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «هغه ښوونکي چې په ښوونځيو کې تدریس کوي، باید د نوو تدریسي میتودونو په برخه کې له ښوونکو سره همکاري ولري.»

د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې دارالمعلمینونه لغوه شو او پرځای یې د مسلکي پراختیا عمومي ریاست رامنځته شوی دی.

د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې د پوهنې رییسانو په ګډون د مسلکي پراختیا ۲۵۰ غړو ته څلور ورځنی سیمینار جوړ کړی چې ښوونې نوي میتودونه ور زده کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه