Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت: د کمال خان بند درېیم فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، نیمروز کې د کمال خان د اوبو بند د درېیم فاز چارې بشپړې او ګټې اخیستنې تر سپارل شوی دی. 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې دغه بند د هېواد د روانو اوبو مدیریت او نیمروز کې د کرنې د پراختیا لپاره مهم بللی دی.

عبداللطیف منصور و ویل: «د بندونو جوړول او بیارغونه زموږ مسوولیت دی او د انرژۍ تر څنګ، د هېواد د اوبو د سرچینو ښه مدیریت ته هم پاملرنه لرو. له نیکه مرغه نن د دې حیاتي پروژې د بشپړېدو شاهدان یو.»

د مسوولینو په خبره، دا د کمال خان بند وروستۍ برخه وه او پکې د برښنا توربینونه هم لګول شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاالله عمري د بندونو د اوبو د اغېزناکې کارونې پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې: «اوبه باید کرنیزو ځمکو او استوګنیزو سیمو ته ولېږدوو، چې د ضایع کېدو مخه یې ونیول شي.»

نیمروز کې د څښاک او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو یوه جدي ستونزه ده. د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره د تېرو درېیو کلونو وچکالۍ نیمروز ډېر ځپلی دی او د دغه ولایت کروندګر او اوسېدونکي د کمال خان اوبو بند ته هیله من دي.

د نیمروز والي، محمد قاسم خالد و و یل: « که وزیر صاحبان د اوبو ستونزې ته لومړیتوب ورکړي نو پرمختګ او ابادۍ ته به لار هواره شي.»

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د کمال خان بند د چارو بشپړېدو ته خوښ دي او د کرنې پراختیا په موخه د دغه بند د مدیریت غوښتنه کوي.

د نیمروز اوسېدونکي، جمعه خان و ویل: «ډېر خوشحاله یو چې دا بند بشپړ شو او زموږ کرنیزو ځمکو ته به اوبه ورسیږي. نیمروز د وچکالۍ له امله کلونه کړیدلی دی.»

د نیمروز بل اوسېدونکي، محمد یوسف و ویل: « دا پروژه د بزګرانو لپاره یو ډېر ښه خبر دی، او موږ یې بشپړیدو ته خوښ یو.»

د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی دی.
دغه بند د ۵۲ میلیون مټر معکبه اوبو د زېرمه کولو او شپږ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري. دغه راز د کمال خان اوبو بند کولای شي له ۱۷۰ زره هکټاره زیاته کرنیزه ځمکه هم خړوبه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه