د نیمروز د ولایتي روغتون نوې ودانۍ چې د شاوخوا ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د هېواد په څه باندې ۳۰۰ ولسوالیو کې به هم معیاري روغتونونه جوړ شي.
نور جلال جلالي و ویل: «دا روغتون به انشاءالله د خلکو ډېرې ستونزې حل کړي او معیاري خدمتونه به وړاندې کړي.»
دغه روغتون سل بسترونه لري خو د نیمروز سیه ییز مسوولین وایي، د لا ښو روغتیایي خدمتونو د برابرولو لپاره باید روغتیایي امکانات او متخصص ډاکټران و ګومارل شي.
د نیمروز والي، محمد قاسم خالد و ویل: «له فزیکي اړخه روغتون بشپړ شوی خو د طبي خدماتو له پلوه متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا لري.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه و ویل: «موږ هڅه کوو چې نیمګړي پروژې پایته ورسوو او په راتلونکي کې به د خلکو د اړتیاو پوره کولو لپاره نور قرادادونه هم لاسلیک کړو.»
د دغه ورغتون پرانیستې ته د نیمروز اوسېدونکي خوشحاله دي او له مسوولینو غواړي چې، دا روغتون پر پرمختللو وسایلوسمبال کړي.
د نیمروز ډېری اوسېدونکي وايي، د روغتیايي خدمتونو کمښت له امله خپل ناروغان د درملنې لپاره هرات ته لېږدوي.
د نیمروز اوسېدونکی، عبدالغفار وایي: «هیله لرو چې د دې روغتون پرانیسته د خلکو روغتیایي ستونزې حل کړي.»
د نیمروز بل اوسېدونکي، لعل محمد و ویل: «موږ به ناروغان د درملنې لپاره هرات او نورو ولایتونو ته لېږدول خو له بده مرغه، ځینو یې د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.»
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د معیاري خدمتونو برابرولو او بهر ته د ناروغانو د لېږد مخنیوي لپاره دغه وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې معیاري روغتونونه جوړوي.
په دې اړه مو اندونه