Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غزني فرهنګيان: د تاریخي ابدو نه پاملرنه به نه جبرانېدونکې تېروتنه وي

د غزني ځینې فرهنګیان او اوسېدونکي وایي، دغه ولایت کې ډېری تاریخي ابدې او لرغوني اثار د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي او ځینې نور یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د غزني بالاحصار یو له دغو تاریخی او لرغونو ځایونو دی، چې له زرو کلونو زیاته تاریخي مخینه لري خو دا مهال یې ځینې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

غزني کې فرهنګي فعال، شیرین انصاري و ویل: « هره ضایعه خپل ځای لري خو تاریخي او لرغوني ضایعه د یوه هېواد او سیمې تاریخي ارزښت لمنځه وړي، چې بیا ښایي د اصلاح وړ نه وي او ډېر نه جبرانېدونکې شي.»

بل فرهنګي فعال، شفیع الله غالب و ویل: « که چیرې په غزني ولایت کې د تاریخي ابدو بیارغونې ته پاملرنه ونشي او ونه رغول شي دا به د ګرځندویۍ پر صنعت ډېر منفي اغېز وکړي او ګرځندویان به زړه ښه نه کړي چې غزني ته راشي.»

د غزني ځينې نور اوسېدونکي بیا دغو تاریخي او لرغونو ابدو ته د سرپرست حکومت پر نه پاملرنې نیوکې کوي او دغه برخه کې د مسوولینو پر پاملرنې ټینګار کوي. 

د غزني اوسېدونکي، محمد عابد و ویل: «د غزني ولایت ډیری تاریخي سیمې او ځایونه د ویجاړېدو په حال کې دي، نو که د اسلامي امارت مسوولین ورته پاملرنه ونه کړي په راتلونکو څو کلونو کې به په بشپړ ډول تخریب شي.»

د غزني بل اوسېدونکي، عبدالرزاق و ویل: « تاریخي ودانۍ د ویجاړېدو په حال کې دي، ډیری یې ویجاړې شوې دي. د اسلامي امارت له مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې غم یې وخوري.»

خو د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د دغه ولایت د تاریخي ابداتو او ودانیو د بیارغونې په موخه یې هڅې پیل کړې دي. 

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار و ویل: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست پوره هڅه کوي او اوس یې هم هڅه کړې چې د بشپړې ویجاړۍ مخه یې ونیول شي. ډیری داسې ځایونه دي چې اساسي رغونې ته اړتیا لري او ډېرې بودیجې ته اړتیا لري نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او موږ په دې هڅه کې یو چې څومره ژر کیږي د بیا رغونې لپاره یې لاس په کار شو.»

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو پر بنسټ، د څه باندې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شاوخوا ۱۴ تاریخي ابدو د بیارغونې چارې پیل شوي، چې له ډلې یې د ځينو چارې بشپړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه