Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: له ۲۵۰۰ زیات کسان د هرات په کانونو کې کار کوي

د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په کانونو کې دوه زره او ۵۰۰ کارګر په کار بوخت دي.

مسوولین دغه راز وايي، په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت د څو سترو کانونو د استخراج چارې پیل شي چې زرګونه نورو کارګرو ته به هم د کار زمینه برابره شي. 

د هرات د کانونو او پټرولیم رییس، سیف الله لونګ و ویل: « اوس‌مهال ۱۸۰۰ کسان په ۲۶ کانونو کې کار کوي، [نږدې ۷۰۰ کسان په لویو کانونو کې بوخت دي.] هیله لرو چې دا شمېر په راتلونکي کې زیاته شي.»

د هرات په کانونو کې په کار بوخت ځینې کارګران طلوع‌نیوز ته وايي، په کوردننه د کاري زمینو برابرېدو سره اړ نه دي چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

عبدالرحمان، چې د هرات د کرخ ولسوالۍ د سبزک په ډبرو سکرو کان کې کار کوي، وایي: «که دا ډول کارونه زیات شي، ټول خلک به بوخت شي. دا ډېر ښه کار دی؛ هم ښه معاش لري او هم په خپل هېواد کې کار کوو.»

بل کارګر، رمضان و ویل: «که په هرات او نورو ولایتونو کې داسې کانونه وي، ځوانان به مصروف شي او بهر ته به تګ ته زړه نه ښه کوي. د هېواد اقتصاد به هم وده وکړي.»

په کانونو کې کار ډېر ستونزمن او له کړاوه ډک دی خو ډېری کارګرانو لپاره د کورنیو لګښتونو پوره کولو ښه سرچینه ده. ځینې دغه کارګران خوشحاله دي چې ګاونډیو هېوادونو کې د کار پرځای په کوردننه ورته د کاري زمینه برابره شوې ده.

د کانونو کارګر، حسین و ویل: «دا زموږ خپل وطن دی، د چا احسان نه منو. ډېر خوشحاله یم چې دلته کار کوم او د میاشتې د خپلې کورنۍ لګښتونه پیدا کوم.»

د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست د شمېرو پر بنسټ، دغه ولایت کې شپږ ستر او ۳۶ کوچني کانونه شته چې له ډلې یې د یوه ستر کان د استخراج چارې او د پنځو نورو کانونو د اکتشاف چارې روانې دي. دغه راز د هرات د ۳۶ کوچنیو کانونو د استخراج لړۍ هم پیل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه