د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د سویل زون رییس په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې کچې له لوړوالي خبر ورکوي.
دغې کمېټې د غزني په حوزوي روغتون کې د شاوخوا ٤٠ میلیونه افغانیو په لګښت د مور او ماشوم روغتیایي مرکز جوړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د سویلي زون رییس، امین الله حکمت وايي:《په افغانستان کې بیا بلخصوص په لرې پرتو سیمو کې د ډاکټر د نشتون له امله او د کمزورو صحي خدماتو د شتون له امله د مور او ماشوم د مرګ او میر کچه لوړه شوې نه کمه شوې.》
خو په روان لمریز کال کې د غزني په روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۵۰ زره ولادتونه شوي دي.
د غزني د عامې ورغتیا رییس، زرک ځیرک هم وايي:《پخوا به د امنیتي مشکلاتو له امله یوې مور نشو کولای صحي مرکز ته مراجعه وکړي او هلته نورمال ولادت وکړي، زما په اند له لسو څخه تر ١٥ سلنه پورې د ولادت کچه لوړه شوې ده.》
روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسی او کمزوري روغتیايي خدمتونو د غزني د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي جدي ستونزې دي.
غزني کې یو ناروغ، لطیف هم وايي:《غوښتنه مو داده چې هلته هم داسې ځای برابر کړي او خدمت وکړي لکه دلته چې یې کوي، موږ ډیر له لرې ځایه راغلي یو ډیر په تکلیف یو.》
د غزني د زنه خان ولسوالۍ اوسېدونکی، نور اغا بیا وايي: 《د عملیاتو مریضان چې دي هیڅ لاس رسی نه کیږې اورې. دوه دوه نیمې ګنټې میزل وي چې څو یې دلته راوړو، واورې وي یخونو وي، په شپو شپو لاره بنده وي څو یې چې دلته رارسوو پور یې پرې کړی وي.》
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولین دغه راز زیاتوي هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د مور او ماشوم د مړینې کچه تر ۷۰ سلنې پورې را ټیټه کړي.
په دې اړه مو اندونه