Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې د علي شېر نوایي او ظهیر الدین محمد بابر د کلیزو نمانځغونډه

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کي د میر نظام الدین علي شېر نوايي د زوکړې ۵۸۴مه او د ظهیر الدین محمد بابر د زوکړې ۵۴۲مه کلیزه ونمانځل شوه.

ظهیر الدین محمد بابر په هند کې د ګورګانیانو امپراتورۍ بنسټ اېښودونکی او امیر علي شېر نوايي په نهمه هجري پېړۍ کې د سلطان حسین بایقرا متفکر وزیر و، دوی د تیموریانو د دورې نومیالي شخصیتونه ګڼل کیږي.

په دې مناسبت د جوړو شویو مراسمو ګډونوال وايي، د دغو دوو تاریخي شخصیتونو لاسته راوړنې او د حکومتولۍ بڼه د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره یوه الګو ده.

جوزجان کې شاعر او لیکوال، علي‌ شېر انتظار جوزجاني و ویل: «د دا ډول پروګرامونو جوړول زموږ د پلرونو او نیکونو له فرهنګي ودې خبرتیا زیاتوي. دا پروګرامونه کولای شي راتلونکي نسلونه د فرهنګي فعالیتونو ملاتړ ته وهڅوي.»

شاعر او لیکوال، نجیب الله و ویل: « له دغو شخصیتونو زده کړه او الهام اخیستل د ټولو لپاره اړین دي. موږ باید خپل ځوانان وهڅوو چې د دوی له ژوند، اثارو او تاریخه زده‌کړه وکړي.»

له سرپل ولایته شاعر او لیکوال، سید احمد حیدري و ویل: «د دغه راز غونډو جوړول ډېر مهم دي څو نننی نسل له خپلو تاریخي شخصیتونو خبر شي او د هغوی له اثارو د فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه واخلي.»

د دغه پروګرام تنظیم کوونکي ټینګار کوي چې ځوان نسل باید د دغو دوو شخصیتونو له افکارو او علمي لاسته راوړنو خبر شي.

د پروګرام تنظیم کوونکي، فیض الله حبیبي و ویل: «ځوانان باید د ختیځ د دغو نابغه شخصیتونو او نورو شاعرانو او لیکوالانو ژوند او اثار ولولي او د هغوی فرهنګي میراث د خپلو کتابتونونو له لارې راتلونکو نسلونو ته و لېږدوي.»

د مراسمو د تنظیم کوونکو په خبره، امیر علي شېر نوايي او ظهیر الدین محمد بابر نه یوازې د حکومتولۍ بلکې په علمي، کلتوري او ادبیاتو په برخه کې هم تلپاتي میراثونه پرېښي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه