د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو ښه کېدو سره له هېواده بهر ته د ناروغانو تګ کم شوی دی.
د مسوولینو په خبره، په دې وروستیو کې د اعصابو تومور، سرطاني غدو، د زړه ستر عملیات، پښتورګو نښلول او ځینې نور عملیاتونه دغه ولایت کې ترسره کیږي.
د هرات په یوه خصوصي روغتون کې روغتیاپالانو تازه د کندهار د اوسېدونکي، نور احمد له مغزو یو تومور را ایستلی دی.
دا لومړي ځل دی چې د هرات روغتیاپالان دغه راز پېچلی عملیات ترسره کوي.
د مغز او اعصابو متخصص، محمد یونس اقبال و ویل: «موږ د لومړي ځل لپاره وتوانیدو چې د پوزې له لارې د انډوسکوپي په وسیله تومور لرې کړو. له نېکه مرغه تر عملیات وروسته د ناروغ لید بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.»
نور احمد هم پر دغه بریا خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «پریکړه مې کړې وه چې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شم، خو له نېکه مرغه ډاکترانو مې دلته په افغانستان کې درملنه وکړه.»
ځینې ناروغان چې د لومړي ځل لپاره یې په کور دننه درملنه شوې، خوشحاله دي چې ګاونډیو هېوادونو ته له تګ او زیات لګښتونو ژغورل شوي دي.
د ډایکندي اوسېدونکی محسن چې تازه یې په هرات کې عملیات کړی وايي، تر دې وړاندې یې په هېواد درملنه شونې نه وه او غوښتل یې چې د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
د مغز او اعصابو متخصص، بصیر احمد توکلي د محسن د عملیات په اړه وایي: «په دې عملیات کې موږ د ناروغ د غاړې درېیمه مهره چې په بشپړ ډول تخریب شوې وه، لرې کړه او پر ځای مو یو کیج ځای پر ځای کړ.»
محسن هم دا چې هېواد کې یې درملنه شوې د خوښۍ په څرګندولو سره و ویل: «بهر ته تګ راته د ویزې ستونزو او لوړو لګښتونو له امله سخت و.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دې وروستیو کې دغه ولایت کې د ځینو هغو ناروغیو درملنه هم کیږي چې مخکې په هېواد کې شونې نه وه.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال، غلام محمد حنفي و ویل: «پخوا به د مغزو تومور لرونکي ناروغان اړ وو چې بهر ته د درملنې لپاره ولاړ شي، خو اوس هم د هرات په دولتي او هم خصوصي برخه کې دا جراحي ترسره کیږي. دغه راز د ګردو نښلولو او د زړه خلاص عملیات هم دلته ترسره کیږي چې د خلکو ستونزې یې راکمې کړې دي.»
هرات کې د یوه خصوصي روغتون رییس، فرید احمد اعجاز و ویل: «موږ خلکو ته په پرمختللو طبي برخو لکه د ګردو نښلولو، سرطاني جراحیو، د ملا تیر عملیات، د مغزو او اعصابو جراحۍ او د زړه پرانیستي عملیاتو خدمات وړاندې کوو.»
د عامې روغتیايي وزارت د شمېرو پربنسټ په کلني ډول افغان ناروغان ګاونډیو هېوادونو کې پر خپلې درملنې څه باندې پنځه سوه میلیونه افغانۍ لګوي.
د پرمختللو روغتیايي وسایلو شتون له هېواد بهر ته د ناروغانو تګ او لګښتونو کمښت په برخه کې مهم ګڼل کیږي.
روغتیاپاله، سمیه حمیدزۍ وایي: «د لومړي ځل لپاره موږ په هېواد کې د سرطان درملنې خدمات وړاندې کوو.»
بل روغتیا پال، احمد طارق عزیزي و ویل: «موږ د زنګون د لېزر جراحي پیل کړې چې مخکې په افغانستان کې نه ترسره کېده او ناروغان به اړ وو چې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي.»
د هرات دولتي روغتون ترڅنګ دغه ولایت کې په خصوصي روغتونونو کې هم روغتیايي خدمتونه ښه شوي دي.
د روغتیايي مسوولینو په خبره، دې وروستیو کې دغه ولایت کې پر پرمختللو وسایلو سمبالو روغتونونو فعالیتونه پیل کړي چې د لومړي ځل لپاره یې په هېواد کې د ځینو حساسو ناروغیو درملنه شونې کړې ده.
په دې اړه مو اندونه