د هرات د زنده جان ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د یوه نړۍوال بنسټ له لوري څه باندې اویا جوړ شوي کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول.
د مسوولینو په خبره دغه کورونه په معیاري ډول جوړ شوي دي.
میر احمد تر شاوخوا یو نیم کال وروسته د نوي کور خاوند شوی. زلزلې د هغه پخوانی کور نړولی و او تر دې مهاله یې د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره تر کېږدۍ لاندې ژوند کاوه.
میر احمد د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: «ډېر سختې ورځې مو تېرې کړې. یوازې یوه خېمه مو درلوده، چې باد به راپرځوله او پر ماشومانو به راوغورځېده. په یخ ژمي او باراني شپو کې به مې څو څو ځله خېمه بېرته دروله. داسې شپې وې چې حتی ۲۰ دقیقې هم نه وم ویده شوی، ځکه باید مې د خپلو ماشومانو ساتنه کړې وای.»
هرات کې د دغه نړۍوال بنسټ مسوول، نورالدین حقیار وویل: «موږ په چاه ساول، شورابک او مولانا کلیو کې د زلزلهځپلو لپاره د تشنابونو او د اوبو د ټانکرونو په څېر اسانیتاو سره ۷۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. مخکې مو هم په غارموشک کلي کې ۷۳ کورونه جوړ کړي وو. هدف مو دا ده چې خلک له سوځوونکي لمر او سختې یخنۍ وژغورو او په دې کورونو کې ژوند وکړي.»
هرات کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مرستیال عنایتالله صابر و ویل: «د زلزلهځپلو لپاره کلک او معیاري کورونه جوړ شوي دي. اسلامي امارت لا هم هڅه کوي چې د زیانمنو کسانو لپاره لا نور ښه کورونه جوړ کړي.»
خو د نویو کورونو جوړولو سربېره هم د ښوونځيو، کلینیک، د څښاک پاکو اوبو او سړکونو په ګډون د زلزله ځپلو ځینې ستونزې نه دي حل شوي.
د هرات له مرګونې زلزلې زیانمن شوي، درویش احمد و ویل: «موږ په خپل سیمه کې روغتیایي مرکز نه لرو، ډېرې ښځې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه راز ښوونځي نشته او زموږ ماشومان بېسواده پاتې دي. لارې خرابې دي او د څښاک د اوبو لپاره اړ یو چې له لرې څاګانو د څارویو په وسیله اوبه راوړو.»
بل زیانمن شوي، عبداللطیف و ویل: «موږ ښوونځی نه لرو او ماشومان مو بېسواده پاتې دي. بله لویه ستونزه د څښاک د اوبو کمښت دی؛ کافي اوبه نه لرو.»
د شمېرو پربنسټ د تېر کال زلزلې له امله د هرات په زنده جان، انجیل، کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې له پنځوس زره زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
د هرات سیمهییزو مسوولین وایي، د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د دغه ولایت ډېری زلزله ځپلو ته کورونه جوړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه