Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات ښاروالۍ: د پسرلي لپاره د ګلانو زر نیالګي چمتو شوي دي

د هرات ښاروالۍ وايي، په راتلونکي پسرلي کې د دغه ښار د زرغونتيا او ښکلا په موخه يې څه باندې ۱۰۰ زره ګلانو بوټي اماده کړي دي. 

د پسرلي له را رسېدو سره د ګلانو دغه بوټي د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې کېنولو ته چمتو شوي دي. 

د هرات ښاروالی وايي، په پام کې ده، چې د هرات ښار د ښکلا لپاره شاوخوا ۱۰۰ زره ګلانو بوټي د دغه ښار په پارکونو او ګلدانيو کې کېنول شي. 

د هرات ښاروالۍ ویاند، عبدالهادي نوري په دې اړه وايي: «نږدې سل زره بېلابېل رنګونه ګلان چمتو شوي چې په نوي کال کې به په بولوارونو، پارکونو او اړونده ځایونو کې کرل شي څو ښکلی ښار ولرو.»

په هرات ښار کې له ښاروالۍ سربېره خصوصي فارمونه هم د ګلانو د روزنې په برخه کې فعاليت کوي. 

نذیراحمد حيدري دلته په دې فارم کې لسګونه ډوله ګلان او بوټي روزلي دي. 

خلک له دې ځايه څخه ګلان او بوټي د خپلو کورونو او باغونو د ښکلا لپاره پېري. 

د ګلانو او بوټو د روزنې فارم مسوول، نذیراحمد حيدري هم وايي: «زه غواړم چې د ګلونو او بوټو کلتور د خلکو ترمنځ عام شي. دا کار کولی شي چې خلک خوشاله کړي او د ګلونو لیدل هغوی ته ارامتیا ورکوي.»

د هرات ښاريان د ښاروالی له لوري په دغه ښار کې د زرګونو ګلانو بوټو کېنولو کمپاین ستايي او په وخت سره د دغو ګلانو د اوبو کولو او خوندي ساتلو غوښتنه کوي. 

نقیب‌الله، یو د هرات اوسیدونکی وایي: «ګل په روحي لحاظ انسان ته انګېزه ورکوي. انسان یوه عاطفي موجود دی او اړتیا لري چې خپل احساسات تازه وساتي. د ګلونو لیدل او د هغوی بېلابېل رنګونه انسان ته یو داسې احساس ورکوي چې نه شي تشریح کیدی.»

فرزاد محمدي، بل د هرات اوسیدونکی هم و ویل: «ګل د انسان روحیه خوشاله کوي او د طبیعت ښکلا زیاتوي. موږ د ښاروالۍ د کار خوښ یو چې موږ ته ګلان کري.»

د هرات ښاروالۍ په وينا، چې په دغه ولايت کې نژدې ۷۰۰ ډوله روزل شوي ګلان به د ښار په پارکونو او ګلدانيو کې کېنول شي. 

له بلې خوا ډېری خلکو هم دغه ګلان په خپلو کورونو او باغونو کې کېنولي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه