د کندهار د ټرافیکو مدیریت مسوولین وايي، دغه ولایت کې د ټرافیکي نظم په موخه هڅې روانې دي.
دوی ټینګار کوي چې د ټرافیکي کلتور نظم کولای شي د پېښو د کچې په کمولو کې ښه رول ولوبوي.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت د عامه اړیکو مسوول، سیف الله بسمل و ویل: «د ټرافیکي پېښو د زیانونو کمولو په برخه کې دا ډول هڅې ګټورې دي او موږ غواړو چې دغه برخه کې پر عامه پوهاوي نور هم کار وشي، ځکه اوسنی وضعیت د زغملو نه دی او زیاتو ټرافیکي پېښو پر سړکونو سفر محدود کړی دی.»
ورته مهال دغه ولایت کې یو ممثل د ویډیوګانو په ژباړلو سره هڅه کوي چې خلک د ټرافیکي اصولو مراعاتولو په ارزښت پوه کړي.
فضل الحق هادي چې له کلونو راهیسې د تمثیل په برخه کې کار کوي، غواړي تر دې وروسته په لویو لارو کې هم د ټرافیکي پېښو په اړه لنډې ویډیوګانې چمتو کړي.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: «د ټرافیکي پېښو په اړه د خلکو بې احتیاطۍ او د ځوانانو له لوري د نقلیه وسایطو د ناسمي چلوني له امله رامنځته کېدونکې مرګ ژوبلې اړ کړم چې دغه هڅه پیل کړم او ځوانانو ته دغه پېغام ورسوم، چې د نقلیه وسایطو سره بې احتیاطي ستاسو کور ته د خوښۍ پر ځای غم دروړي».
کندهار کې دغه ممثل داسې حال کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې چې په دې وروستیو کې د هېواد ځینې ولایتونه پر لویو لارو د مرګونو ټرافیکي پېښو شاهدان وو.
په دې اړه مو اندونه