Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې کارګرو ماشومانو ته د وړیا زده کړو فرصت برابر شوی

په هرات کې یوه خیریه بنسټ د یوه ښوونځي په جوړولو سره شاوخوا دوه زره کارګرو او بې سرپرسته ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، په دغه ښوونځي کې نجونې او هلکان زده کړې کوي او ټول لګښت یې هم همدغه بنسټ ورکوي.

د خیریه بنسټ مسوول، فضل احمد خوافي وايي: «موږ په دې بهیر کې یتیم او بې سرپناه ماشومان شامل کړي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې په سړکونو او څلور لارو کې سوال کوي یا کار کوي. موږ هغوی راټول کړي او په دې ښوونځي کې شامل کړي دي. هیله لرم چې یوه ورځ داسې وي چې د افغانستان په هیڅ ځای کې افغان ماشوم په څلور لاره کې ولاړ نه وي. موږ هڅه کوو چې دا بهیر نورو ولایتونو ته هم پراخ کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند هم وايي: «د افغانستان خصوصي سکټور باور لري چې باید د زده کړو په برخه کې پرمختګ رامنځته کړو. که موږ فابریکه جوړوو، که الوتکه تولیدوو او که بانکداري پر مخ بیايو، نو موږ مجبوره او مکلف یو چې زده کړې وکړو.»

ددغه ښوونځي د زده کوونکو ټول ښوونیز لګښتونه د خیریه بنسټ له لوري ورکول کېږي.

بل پلو د زده کړو ترڅنګ دغه ماشومان د کسبونو زده کړې هم کوي.

زده کوونکی، مجتبی وايي: «زه هیله لرم چې په راتلونکې کې ډاکتر شم، ترڅو بې وزلو کسانو ته مرسته وکړم او همداراز وکولای شم خپل وطن ته یو ګټور فرد و اوسم.»

یو بل زده کوونکی، محمد اکرام هم وايي: «زه غواړم چې په راتلونکې کې ډاکتر شم، څو له هېوادوالو ناروغانو سره مرسته وکړم.»

څوارلس کلن جاوید له سهاره تر ماښامه د هرات ښار په واټونو کې بوټان رنګوي.

نوموړی چې د خپلې کورنۍ ګټیالی دی، ښوونځي ته یې د ژوند یوه ستره هیله ده.

کارګر ماشوم، جاوید په دې اړه وايي: «زه هره ورځ بوټان رنګوم. پیسې نشته چې ښوونځي ته ولاړ شم او زده کړې وکړم.»

د دغه بنسټ مسوولین وايي په راتلونکي کې به څلور زره کارګرو او بې سرپرسته ماشومانو ته په دغه ښوونځي کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د شمېرو پربنسټ د هرات ښار په واټونو کې نږدې لس زره کارګر ماشومان کار کوي. د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره ډېری دغه ماشومان د بې وزلۍ له امله ښوونځي ته له تګ پاتې شوي دي.

د شمېرو پربنسټ د هرات ښار په واټونو کې نږدې لس زره کارګر ماشومان کار کوي چې د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره ډېری دغه ماشومان د بې وزلۍ له امله ښوونځي ته له تګ پاتې شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه