په ننګرهار کې د ۴۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت لس روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د مسوولینو په خبره پر دغو لسو روغتیايي مرکزونو شاوخوا څلور سوه شپیته زره امریکايي ډالر لګښت شوی دی چې شاوخوا یووېشت زره کورنیو ته به د مور او ماشوم او خورا ځواکۍ په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس، امین الله شریف په دې اړه داسې وايي: (دا لس کورنۍ روغتیایي ځالې په شپږو ولسوالیو کې جوړېږي، په دې کې به د مور او ماشوم لومړي خدمتونه وړاندې کېږي، د اوس لپاره پینځه کسان مونږ سره په دې روغتیایي مرکزونو کې کار کوي.)
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني هم وايي: (دلته به د مور او د ماشوم د روغتیا لپاره کار کېږي، د دوی صحت ته به ډېره پاملرنه کېږي او دوی ته به صحي خدمات وړاندې کېږي.)
ورته مهال ددغه ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، د دغو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو یې روغتیايي ستونزې تر یوه بریده را کمې شوي؛ خو په دې برخه کې د دوامدارو مرستو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی، خاور بیا وايي: (دلته د مور او د ماشوم د مړینې کچه د پخوا په پرتله کمه شوې؛ خو دلته د لابراتوار برخه نشته، باید د لابراتوار بخش فعال شي، د ښځینه ډاکټرانو شمېر زیات شي.)
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی، نظام ګل بیا وايي: (مونږ ته دا روغتیایي مرکز کفایت نه کوي؛ ځکه د دې سیمې خلک ډېر غریب دي، نورو ولسوالیو او ښار ته د خپلو ناروغانو د انتقال وس نه لري، مونږ سره باید دوامدارې مرستې وشي.)
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې دغه روغتیايي مرکزونه د دغه ولایت په دوربابا، نازیان، اچین، هسکې مېنې، کوز کونړ او خوږیاڼو ولسوالیو کې جوړ شوي او پلان لري چې په نږدې راتلونکې کې د ننګرهار په پنځو نورو ولسوالیو کې هم ورته روغتیايي مرکزونه جوړې کړي.
په دې اړه مو اندونه