د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ سیمهييز مسوولین سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو له برابرولو خبر ورکوي.
د سپین بولدک ښاروالۍ د حساب ورکړې ناسته کې دغو مسوولینو ويلي، اوس له هېواده د پانګې فرار پرځای له بهره کورني او بهرني پانګه وال د پانګونې په موخه راځي.
مسوولین دغه راز سوداګرو او پانګه والو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو خبره کوي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوال رحیم الله محمود وویل: «اوس مهال هیواد ته له بېلابېلو هیوادونو پانګه وال راځي او دلته پانګونه کوي، اوس هغه وخت ندی، چي پانګه وال له هیواده ووځي بلکې دلته پانګونه کوي. پاکستان یوازې زموږ پانګه وال تیرباسي او پانګه ترې غصبوي.»
د کندهار د سپین بولدک ښاروال لطف الله لطیفي په دې اړه وویل: «موږ د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوو، هغوی ته بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرو او ان مالیاتو کې د محلي صلاحیتونو پر بنسټ مرسته ورسره کوو،»
ورته مهال د سپین بولدک ولسوالۍ ځینې سوداګر د دغې ناستې پرمهال وايي پاکستان ترې په ځلونو له کرښې هاخوا د پانګې او کاروبار لېږد غوښتنه کړې ده.
د دوی په خبره پاکستان په دغې ولسوالۍ کې د کاروبار زیانمنولو په هڅه کې دي.
سپین بولدک کې د موټرو پلورونکو ټولنې مسوول حاجي محمد وایي: «په ځلونو زموږ له پانګه والو نه د پاکستان لخوا غوښتل شوي، چې یوه ورځ سپین بولدک-چمن دروازه درباندي بندوي، بله ورځ بله ستونزه وي، نو تاسو غواړئ څه؟، دوی له موږ څخه غوښتنه کړې ده، چې خپلې پانګې د سپین بولدک څخه چمن ته واړوو، خو موږ دغه کار ځکه نه کوو، چې افغانان یوو.»
په سپین بولدک کې یو دیني عالم حمیدالله وویل: «موږ باید د هرې کړنې پر وړاندې متحد و اوسو، چاته اجازه ور نکړو، چې زموږ یووالی زیانمن کړي او د الله ج سپارښتنه هم ده موږ مسلمانانو ته.»
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د هېواد یو له مهمو سوداګریزو مرکزونه څخه دی چې سویلي اسیا له منځنۍ اسیا سره نښلوي.
په دې اړه مو اندونه