د بدخشان د واخان دویم سړک د جوړولو تړون لاسلیک ته د دغه ولایت اوسېدونکي خوشحاله دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تېرې اونۍ پنجشنبې په ورځ د ۷۱ کیلومټر په اوږدوالي د واخان دویم سړک د جوړولو تړون د ۱۴۳ میلیونه افغانيو په ارزښت له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړ.
د بدخشان ځینې اوسېدونکي د دغه تړون له لاسلیکه د هرکلي ترڅنګ له سرپرست حکومته د دغه سړک د جوړولو چارو چټکتیا غوښتنه کوي.
مجیب حمیدي، چې د بدخشان یو اوسېدونکی دی، په دې اړه وايي: «دغه ګام چې اخیستل شوی، باید ژر تر ژره عملي شي، ځکه دا د افغانستان، په ځانګړې توګه د بدخشان لپاره یوه مهمه سوداګریز لاره ده.»
عزیزالله، چې د دغه ولایت بل اوسېدونکی دی، زیاتوي: «د واخان سړک د نړۍ له مهمو لارو دی، ځکه چې چین له افغانستان سره نښلوي او له هغه ځایه منځنۍ اسیا ته رسېږي.»
د بدخشان د واخان ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، د دغې پروژې بشپړېدو سره به ورته اسانتیاوې برابرې شي.
د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي خوشبخت، و ویل: «سل په سلو کې خوښ یو چې د ورېښمو لاره جوړه شوې، ښه به وي که ارزانه او ازاده وي.»
تاج محمد، چې د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی، وايي: «که سړک جوړ شي، ډېر به ښه وي، خلکو ته به ګټه ورسوي. اوس که یو ناروغ فیضاباد ته وړل کیږي، ان په یوه اونۍ کې هم نه رسېږي.»
ورته مهال د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د واخان سړک جوړولو چارو پرمخ هېڅ ډول ستونزه نشته او ددغې پروژې امنیت ټینګښت یې کاري لومړیتوب دی.
د بدخشان د والي مرستیال، امینالله طیب وايي: «الحمدالله، هغه پروژه چې د دې سړک د جوړولو لپاره قرارداد شوې، اسلامي امارت ورته پوره چمتووالی لري، ترڅو دا کار په ښه ډول ترسره شي.»
امانالله چیره، د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، هم و ویل: «د واخان سړک نه یوازې افغانستان ته، بلکې ګاونډیو هېوادونو ته هم اقتصادي ګټه رسوي، او انشاءالله یو اساسي سړک به وي.»
د واخان دهلیز د بدخشان له مرکز فیض اباد ښاره د چين تر یارکند سیمه پورې نږدې پنځه سوه کیلومټره اوږدوالی لري او د سمندر له کچې پنځه زره متره لوړ دی.
په دې اړه مو اندونه