بغلان کې د نړۍوال بانک په مرسته د اوبو د ۱۶ شبکو جوړېدو چاري پېل شوې دي.
روان لمريز کال بغلان د هېواد به کچه له هغه ولایتونو و، چې سېلابونو پکې د ځاني او مالي زيانونو ترڅنګ د څښاک پاکو اوبو سرچينې هم اغيزمنې کړې وې، خو تازه د نړۍوال بانک له لوري د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو د ۱۶ شبکو جوړېدو چاري پېل شوې دي.
بغلان کې د پروژې پلي کوونکي بنسټ استازی، انځرګل اميري هم وايي: "دا پروژه په شپږو ولسوالیو کې، چې دوشي، خنجان، بنو، پلحصار، دهنه غوري او اندراب پکې شامل دي، عملي کېږي او ټولیز ارزښت یې ۱.۹ میلیونه ډالره دی."
د خنجان ولسوال، عبدالجبار ثابت بیا وايي: "د باران او سېلابونو پر مهال د سیند اوبه ککړېږي، چې د سیمې خلک له جدي ستونزو سره مخ کوي. ګڼ شمېر اوسېدونکي د دغو ناپاکو اوبو د څښلو له امله ناروغ شوي دي."
د اوبو د دغو شبکو جوړېدو سره به د بغلان ۳۵ زره کورنیو ته له څښاک پاکو اوبو څخه د ګټې اخستنې زمينه برابره شي.
د بغلان اوسېدونکي وایي، د څښاک پاکو اوبو ته د کم لاسرسي له امله يې د کورنۍ غړي په بېلا-بيلو ناروغیو اخته کېدل.
د بغلان اوسېدونکی، تازه مير هم و ویل: "هیله لرو چې دا پروژه په بشپړ ډول عملي شي، ترڅو پاکو اوبو ته لاسرسی ومومو او له ناروغیو وژغورل شو."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندق يا يونيسف له لوري ۲۰۲۳ کال کې یوې ترسره شوې څېړنې ښودلې چې؛ بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت د ۶۴ سلنه اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړی او د څښاک پاکو اوبو ته یې د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.
په دې اړه مو اندونه