د پنجشېر د ځانګړې لوا د انجینرۍ مدیر نقیبالله فرقاني وايي، چې د پنجشیر- بدخشان سړک چې د واورې د ورښت او واورې ښویېدو له امله له یوې میاشتې راهیسې بند و، د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو.
دغه سړک د بدخشان ځینې ولسوالۍ لکه یمګان، کران و منجان له پنجشېر سره نښلوي.
نقیبالله فرقاني وايي:«دا ځل یو څه باد کویه او واورې ښویېدنې او د واورې ورښت زیات و؛ نو ځکه نن اوومه ورځ ده چې پرسونل د شپې او ورځې کار کوي.»
د پنجشېر او بدخشان ځینې اوسېدونکي وايي په وروستیو کلونو کې به دغه لار له څلور تر پنځو میاشتو تړلې وه او د ژمي موسم پر مهال به دوی له زیاتو ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس په اسانۍ پر دغه لار سفر کولای شي.
د پنجشېر اوسېدونکی سید عبدالله په دې هکله وویل:«په دې لار کې ډېرې ستونزې شته، واوره ښویېږي او کله چې هوا ګرمېږي، د واورې ولې شوې اوبه سړک ته راغي او لکه څنګه چې ګورئ، د لار یوه برخه یې ویجاړه کړې هم ده.»
د پنجشېر بل اوسېدونکی مرتضی هم وايي:«دا زموږ او بدخشان ترمنځ تر ټولو لنډه لار ده. کله چې څوک ناروغ یا ستړی وي، ژر رسېږي. موږ مخکې یو اپنډیکس ناروغ درلود، چې د فیضاباد له لارې انتقال شو، خو ژوندی پاتې نهشو.»
موټر چلوونکی امانالله څرګندوي:«تقریباً یوه میاشت دا لار تړلې وه؛ خو اوس د خدای په فضل بېرته پرانیستل شوې. مخکې حتی کرولا موټر هم له دې لارې نه تېرېد، خو اوس زه خپله راغلی یم.»
د پنجشېر د ځانګړې لوا د انجینرۍ مسوولان دغه زاز زیاتوي، چې په راتلونکو میاشتو کې به دغه سړک له ډیورنډ فرضي کرښې سره هم ونښلوي.
په دې اړه مو اندونه