د غزني ځينې بڼوال او سوداګر وایي، چې د تازه مېوو د ساتنې، پروسس او بسته بندۍ لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتوالی او همدارنګه لوړې ګمرکي تعرفې، د دوی د کاروبار پر وړاندې جدي خنډ ګرځېدلي او نشي کولای په نړۍوال بازار کې مستقیمه ونډه واخلي.
دوی زیاتوي، چې د پروسس او معیاري بسته بندۍ برخه کې د شته ستونزو له امله یې محصولات په پاکستان کې پروسس او د دغه هېواد په نوم نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي.
غزني کې سوداګر غوثالدین وویل:«اوس مهال زموږ تولید شوي محصولات غیرمعیاري دي، او هېڅ هېواد یې نهمني؛ خو که وکولای شو چې دا محصولات په سمه توګه پروسس او تصفیه کړو، نو شونې ده چې اروپایي هېوادونو ته یې صادر کړو. اوس د افغانستان محصولات لومړی پاکستان ته ځي، هلته پروسس کېږي، او بیا د پاکستان په نوم صادرېږي؛ ځکه چې موږ د پروسس ځانګړي مرکزونه نهلرو.»
غزني کې بل سوداګر عزیزالرحمن میرزایي څرګندوي:«د محصولاتو د پروسس لپاره، نه د پخواني حکومت پر مهال او نه هم اوس، هېڅ اقدام نهدی شوی. همداراز، د دې تولیداتو د ساتلو لپاره مناسب ځایونه نشته، او د ګمرکي تعرفو دروندوالی هم یوه جدي ستونزه ده.»
غزني کې بڼوال حاجي ملنګ هم وايي:«سږ کال د یوه من مڼو بیه یوازې ۵۰ افغانۍ وه. باور وکړئ، دا اندازه پیسې حتی د سرې او دوا لګښت هم نهشي پوره کولی. موږ له اسلامي امارته غواړو، چې د بڼوالو او کروندګرو ملاتړ وکړي.»
خو ورته مهال سیمهییز مسوولان وایي، هڅه کوي، چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د کیفیت لوړولو سربېره ډیر زر د تازه مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو او پروسس لپاره معیاري مرکزونه جوړ کړي.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد ذکریا هوتک په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د کرنې ریاست هڅه کوي چې د بڼي تولیداتو پر کیفیت کار وکړي، ترڅو داسې محصولات تولید شي، چې په بهرنیو بازارونو کې هم پېرودونکي ولري.»
د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مرکزي ثبت آمر رسید منیر هاشمي هم وايي:«د ځمکې د سپارلو بهیر له بشپړېدو سره به ډېر ژر د سړو خونو د جوړولو شاهدان وو. د صنعت او سوداګرۍ ریاست هم هڅه کوي چې د غزني ښار په څو برخو کې د تازه او وچو مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې سیمهییز مسوولان په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د غزني ولایت د تازه مېوو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، په تېر۱۴۰۳ لمریز کال کې د دغه ولایت د مڼو، انګورو او الوبخارا له بڼوڼو څه باندې یو مېلیون ټنه حاصلات راټول شوي، چې د تېر پرتله تر ۱۵ سلنې زیاتوالی ښيي.
په دې اړه مو اندونه