Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر کال په ټرانسپورټي پروژو کې ۸.۶ میلیاره افغانۍ لګول شوې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، تېرو دوو کلونو کې یې د ټرانسپورټ په برخه کې پر ۹۸ پروژو اته میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګولې دي.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال غزني کې د موټرو ځمکني ترمینل جوړولو چارو د پیل پر مهال ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د اسلامي امارت له بودیجې او عامه مشارکت په مرسته د ټرانسپورټ او هوایي چلند په برخه کې پر ۹۸ پروژو څه باندې اته میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال، صدیق الله عابد و ویل: «اوس مهال زموږ له‌ لوري ۴۰ پروژې تر کار لاندې دي، چې ټولیز ارزښت یې ۳.۶ میلیارده افغانۍ دی. دغه راز د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو لپاره مو له دولتي بودیجې ۵۸ نورې پروژې هم پیل کړي، چې لګښت یې ۵ میلیارده افغانۍ دی.»

صدیق الله عابد دغه راز زیاتوي، چې په روان لمریز کال کې به د ټرانزیټي خدمتونو معیاري کولو په موخه لس نوي برښنايي مرکزونه جوړ کړي.

هغه ویلي: «په ټول هېواد کې به ۱۰ برښنایي مرکزونه جوړ شي، چې هر یوه لپاره ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. له دغو مرکزونو یو به په غزني کې جوړ شي.»

ورته مهال د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ترمینل د تاسیساتو او د ټرانسپورټ ریاست ودانۍ چارې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې چې په ۱۲ میاشتو کې به بشپړې شي.

د غزني د ټرانسپورټ رییس، خیرالله توکلي په دې اړه و ویل: «د ټرانسپورټ ریاست ودانۍ، جومات او د انتظار سالون به د کابل موټرو تم‌ځای کې جوړ شي، څو مسافرو ته ښه خدمات برابر شي.»

د سیمې اوسېدونکي هم د ټرانسپورټ وزارت دغه ګام ستایي. 

د غزني اوسېدونکي، بلال احمد و ویل: «ډېر ښه کار دی، مخکې به موټر پر سړکونو تم وو، خو اوس د تم‌ځای ترڅنګ جومات او نور امکانات هم جوړېږي.»

موټر چلوونکي، محمد بشیر و ویل: « هیله‌من یو چې دا ډول نورې پروژې هم پیل شي. اوس موږ د لمونځ لپاره بازار ته ځو، خو که جومات جوړ شي، نو همدلته به لمونځ کوو.»

د غزني سیمه‌ییز مسوولین دغه راز زیاتوي، چې د روان لمریز کال په لړ کې به د غزني ښار د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه نوې اډې جوړې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه