Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګرشک د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو غوښتنه کوي

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او ځینې ناروغان یې په ځانګړې توګه مېندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ګرشک د سیدان کلی چې سلګونه کورنۍ پکې ژوند کوي او له مرکزه ډېر لرې پروت دی، اوسېدونکي یې د دغو خدمتونو غوښتنه کوي. 

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالصمد و ویل: «دلته له ۶۵۰ زیاتې کورنۍ ژوند کوو خو روغتیایي کلینیک نه لرو، خپل بېړني ناروغان ګرشک یا هم د زمبولي په نوم روغتیایي مرکز ته لېږدوو، غواړو راته یو کلینک جوړ شي.»

د ګرشک ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد معصوم  و ویل: «دلته روغتیایي مرکز او ښوونځي بیخي زیات اړین دي، هیڅ اسانتیا نه لرو، زموږ سره مرسته وکړئ، څو هوسا سو.»

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي، محمد قاسم څرګنده کړه: «ښوونځی نه لرو، ماشومان مو له زده کړو بې برخې دي، ښوونځی راته جوړ کړئ.»

خو د هلمند سيمه‌ییز مسوولين وايي، د دغه ولایت په لرې پرتو سيمو کې د روغتيایي او ښوونيزو اسانتیاو برابرولو په موخه هڅې کوي. 

د هلمند د والي ویاند، محمد قاسم رياض و ویل: «د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي اوسېدونکي ریښتیا هم مستحق دي، موږ ورته د اسانتیاو برابرولو هڅه کوو، څو دوی ښوونیزه او روغتیايي برخه کې له ستونزو خلاص شي.»

دې وروستیو کې د عامې روغتيا وزارت د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یوه دېرش بستریز روغتون له جوړولو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه