Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی؛ هرات کې د وچې مېوې بیې لوړې شوې دي

د کوچني اختر له را رسېدو سره سم، هرات ښار کې د اختریزو مېوو لنډمهالي بازارونه جوړ شوي دي.

ډېری دغه مېوه پلورونکي وايي، د پخوا پرتله یې سږ کال بازارونه پیکه دي او پېرودونکي یې کم شوي دي.

هرات کې مېوه پلورونکي، هارون و ویل: «بې‌روزګاري ډېره ده. خلک د پخوا په څېر پېر نه کوي.»

بل مېوه پلورونکي، فېروز احمد و ویل: «نن خلک کم دي، خو سبا به ډېر شي. خدای لوی دی، خلک به پېر وکړي.»

خو د هرات اوسېدونکي وایي، د پخوا پرتله د وچې مېوې بیه لوړه شوې او دوی اړ دي چې د اختر لپاره کمه مېوه وپېري.

د هرات اوسېدونکي، عبدالرحمن و ویل: «تېر کال ارزاني وه، سږ کال هر څه ډېر ګران شوی. مثلاً تېر کال که څه شی کیلو ۶۰۰ افغانۍ و، اوس ۸۰۰ ته رسېدلی دی.»

د هرات بل اوسېدونکي، عبدالناصر و ویل: «د وچې مېوې بیې ډېرې لوړې شوې دي. تېر کال دا ممیز کیلو ۱۲۰ افغانۍ وو، اوس ۱۸۰ ته رسېدلي.»

حمیدالله چې د وچې مېوې پېرلو لپاره بازار ته راغلی، وایي، سږ کال بازارونو کې ګڼه ګوڼه نشته.

حمیدالله د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «سږ کال بازار کې ګڼه ګوڼه کمه ده، لکه د خلکو پانګې چې کمې شوې وي. تېر کال ښه وو.»

ډېری دغه وچه مېوه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. هرکال د اخترونو په رانږدې کېدو سره د وچې میوې بیې لوړیږي. د دغو بیو لوړوالي او بېکارۍ له امله خلک اړ ایستل کیږي چې اخترونو لپاره کمه سودا و پېري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه