د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د لومړني ځمکني ترمینل د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د دغه وزارت مرستیال وايي، پر دغې پروژې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او پر لس جریبه ځمکه جوړیږي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال، عبدالسلام حیدري و ویل: «د واخان پروژې چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي او دا ترمینل به په دې سیمه کې ډېر ګټور وي، ځکه خلکو ته ګټه رسوي.»
د بدخشان والي، محمد ایوب خالد و ویل: «دا ترمینل د عمومي سړک ترڅنګ جوړیږي او موقعیت یې مناسب دی، ځکه موږ هیله لرو چې له چین سره لاره پرانیستل شي او نور ترمینلونه هم دلته جوړ شي. موږ هوډ لرو او د سړک جوړولو او پراختیايي کارونه روان دي.»
د بدخشان اوسېدونکي د دغه ترمینل جوړېدل یوه بنسټیزه اړتیا ګڼي او هیله لري چې جوړېدو سره به یې د دغه ولایت په مرکز کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د بدخشان اوسېدونکي، رسول میرزايي و ویل: «دا ترمینل نه یوازې ښار کې د ګڼې ګوڼې مخه نیسي، بلکې د خلکو او دولت لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه هم ده.»
د بدخشان بل اوسېدونکي، فاروق و ویل: «که دا ترمینل دلته جوړ شي، ډېر ښه به وي؛ ګڼه ګوڼه به کمه شي او موټر چلوونکو ته به د کار زمینه برابره شي.»
د بدخشان د ترمینل عمومي مدیر، صفر محمد حیدري بیا و ویل: «د دې ترمینل په جوړېدو سره خلک له سرګردانۍ خلاصیږي او ټرافیکي ګڼه ګوڼه به کمه شي. که د ورېښمو لار خلاصه شي، دا به زموږ لپاره ډېر ښه فرصت وي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په تېره یوه اوونۍ کې په څو ولایتونو کې د ځمکنیو ترمینلونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
په دې اړه مو اندونه