د پروان د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي د روغتیايي مرکزونو کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پروان په ځینو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو کمښت ددغه ولایت د اوسېدونکو جدي ستونزه ده دوی له اړونده مسوولینو دغې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
د غوربندې د درې روغتیايي مرکز مسوول، نجیب الله وايي: «زموږ مرکز ودانۍ نه لري. مراجعه کوونکي زیات دي، خو نه د کېناستو ځای لرو او نه د انتظار خونه. ټولې خدمتونه په همدې یوه وړوکې خونه کې وړاندې کېږي.»
پروان کې یو روغتیاپال، لعل شاه بیا وايي: «خلک له لرې کلیو دې ځای ته راځي. که ښه سړک مو درلودلی، ناروغان ژر تر ژره مرکز ته رسول کېدل.»
د پروان سیمهییز مسوولین وايي د اسلامي امارت مشر امر له مخې په روان لمریز کال کې ددغه ولایت اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د پروان په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړېږي.
د پروان د والي ویاند، سید حکمت الله شمیم هم وايي: «د امیرالمؤمنین د شفقت پر اساس، په افغانستان کې د ټولو ولسوالیو لپاره د یوه روغتیايي مرکز جوړول په نظر کې نیول شوي دي. انشاءالله د دې اقدام سره، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو ستونزه هم په وخت حل شي.»
دغه روغتیايي مرکزونه پداسې حال کې جوړېږي چې لاهم خلک د خپلې اړتیا وړ درمل له شخصي درملتونونو پیري او په خبره یې د درملو کمښت ستونزه لاهم په بنسټیزه ډول حل شوې نه ده.
په دې اړه مو اندونه