Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د بي بي ماهان په نوم زر کلن حمام او کاریز اوس هم فعال دی

په غزني کې د بي بي ماهان په نوم لرغونی کاریز او حمام چې، څه باندې زر کاله تاریخي مخینه لري لاهم فعال دی.

د بي بي ماهان کاریز او پرانیستي حمام شاوخوا زرکاله وړاندې د سلطان محمود غزنوي واکمنۍ پرمهال جوړ شوی دی.

د غزني ښار ځینې  اوسېدونکي له پېړیو راهیسې له دغه کاریز او پرانیستي حمام څخه ګټنه کوي خو په خبره یې د چاپیریالي بدلونونو له امله په وروستیو کلونو کې ددغه کاریز اوبه کمې شوې دي.

د دوی په خبره په غزني ښار دغه یو بل کاریز هم وو چې له منځه تللی دی.

د غزني ښار اوسېدونکی چې نذیر الرحمان نومیږي وايي: 《د سلطان محمود غزنوي میرمنې یو دیو درلود چې هغه اوبه پيژندونکی و؛ دغه دیو یې د تلخکدار دښتې ته بیولی و او ورته ویلي یې و چې، د دغه کاریز لپاره د ٧٠ چینو اوبه سره یو ځای کړي.》

د غزني ښار اوسېدونکی، محمد امان هم وايي:《موږ به خپله دغه حمام ته راتللو او دلته به مو اودس کاوه، سر او ځان به مو مینځل.
زموږ په یادون؛ په شېو کې هم یوه سقاوه وه خو هغه یې خرابه کړه، دا جمات، کاریز او سقاوه له ډیر وخته همدلته دي 》

د غزني ښار اوسېدونکی، حاجي آغا په دې اړه وايي:《دا حمام او کاریز له ١٠٠٠ کاله زیات لرغونتیا لري.
پخوا زمانه کې خلکو ډیر امکانات او وسایل نه لرل، خلکو به له همدې حمام او کاریز څخه ګټه اخیسته.
دغه ډول کاریزونه او حمامونه زیات وو، ډیر یې ویجاړ شول او اوس مهال همدا یو پاتې دی.》

دغه کاریز د هغه مهال د اوبو رسولو یو پرمختللی سیستم دی چې د سلطان محمود غزنوي میرمنې ماهان له لوري جوړ شوی وو.

د تاریخ پوهانو په باور سلطان محمود غزنوي له زرغونتیا، ښار او ودانۍ ته ځانګړې پاملرنه لرله.

غزني کې تاریخپوه، اغا محمد خوشي زاده داسې وايي:《دا سیمه د سلطان محمود غزنوي د څلورمې میرمنې بي بي ماهان په نوم نومول شوې، دا کاریز هم د بي بي ماهان په نوم یادیږي ځکه؛ سلطان محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال ښار او آبادۍ ته زیاته پاملرنه کوله.》

غزني یا د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینې په توګه ګڼ تاریخي ځایونه او طبیعي جاذبې لري چې ددغه ولایت فرهنګیان او اوسېدونکي یې ساتنې او مرمت ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه