Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزي کې کارګر کاري فرصت نه مومي

غزني کې کارګر د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت  کوي.

د میدان وردګو اوسېدونکی ۴۸ کلن محمد جان، چې د خپلې نهه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او له کابو درې میاشتو راهیسي ورته د کارګرۍ زمینه نه ده برابره شوې وایي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د تېر کوچني اختر نمانځلو په موخه د خپلو اولادونو لپاره جامې او خوراکي توکي نه دي پیرلي.

هغه وايي:《ولله که مې تراوسه خپلو اولادونو ته جامه، بوټان او د کور نوره سودا اخیستي وي چې د عید مراسم ورباندې تیر کړم. تر اوسه مې هېڅ سودا نه ده کړې او نه په لاس کې څه لرم.》

د پکتیکا اوسېدونکی، ګل زار هم وايي:《دومره خرچه نشته چې کور ته ځان پرې ورسوم، اقتصادونه سخت خراب دي. دلته په پلکه له سهاره تر مازدیګره ولاړ یو، خو کارونه نشته.ښه ښایسته ښایسته ځوانان دي، سپین ږیري دي خو هیڅ کارونه نشته.》

دغه کارګر چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي دي وایي، ځينې یې خپلو کورونو ته د بېرته تګ پیسې نه لري او له اړې ورځې دلته له اوږدې مودې راهیسي د کار په تمه دي.

دوی له سرپرست حکومت څخه د کاري زمینو د برابرېدو غوښتونکي دي.

د پکتیا اوسېدونکی، اسد الله بیا وايي:《دولت دې دېته متوجه شي چې دې خلکو ته کار پیدا کړي، لاس نیوي یې وکړي او همکاري ورسره وکړي.》

ورته مهال سیمه ییز مسوولین وایي، چې د وزګارتیا کچې ټيټولو برخه کې یې هڅې روانې دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمید الله نثار په دې اړه وايي:《د غزني سیمه ییزه اداره په دې هڅه کې ده، هغه کسان چې کار نه لري د کار زمینه ورته مساعده کړي او په دې برخه کې د دوی اقتصادي لاسنیوی وکړي.》

د اقتصادي شنونکو په باور په افغانستان کې د وزګارتیا کچې ټيټولو لپاره اړینه ده، چې اقتصادي زیربناوې جوړې، سوداګریز فرصتونه زیات او د ټولو هغو بهیرونو ملاتړ وشي، چې له لارې یې کار ته د خلکو لاس رسۍ آسانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه