Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات تیاتر؛ د هنر یوه هېره شوې برخه

په هرات کې د تیاتر هنرمندان د دغه هنر خراب وضعیت ته اندېښمن دي.

د هرات تیاتر هنر پخپل یو سل او پنځه کلن ژوند کې د ګڼو هسکو او ټیټو شاهد پاتې شوی دی.

د هنرمندانو په خبره په دغو ورځو کې دغه پخوانی هنر له ځوړ سره مخ دی. 

اقتصادي ستونزې او د ملاتړ نشتوالی هرات کې د تیاتر هنرمندانو ژوند باندې سیوری غوړولی دی.

د تیاتر هنرمند، غلام فاروق سرخوش هم وايي: د تیاتر وضعیت رښتیا هم ښه نه دی، نه موږ داسې سوداګر لرو چې د هنرمند لاسنیوی وکړي او نه یې دولت ملاتړ کوي.

د تیاتر یو بل هنرمند، امیر عرفان بیا وايي: ډېر درد او رنځ چې د هرات هنرمندانو ته پېښ دی، هغه اقتصادي دی. چې ټول هنرمندان ورسره مخ دي.

د هرات د تیاتر سالون یوه لسیزه وړاندې د بیارغولو په موخه د ښاروالۍ له لوري ویجاړ شوی وو.

د سالون نشتوالی له امله له هنري فعالیتونو د تیاتر هنرمندانو لاس اخیستی دی.

په دې وروستیو کې د هرات ښاروالۍ یو ځل بیا ددغه سالون د جوړولو چارې پیل کړې دي.

عزیزاحمد حیدري هم چې د تیاتر یو بل هنرمند داسې وايي: کله چې موږ په کار پیل وکړ په تیاتر کې تقریباً ۱۳ یا ۱۴ کسان وو. ۱۶یا ۱۷ کاله کیږي چې موږ کار پیل کړی دی، اوس څلور تنه پاتې دي.  

د هرات د تیاتر مدیریت کارمندان له لس تنو څخه پنځو تنو ته را کم شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو پربنسټ تر شاوخوا څلور کاله وړاندې پورې په هرات کې د تیاتر نږدې پنځه سوه هنرمندانو فعالیت کاوه خو ډېری دغه هنرمندان له هېواده وتلي دي او زیات شمېر نورو یې له دغه هنره لاس اخیستی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیر، عبدالکریم محمدیار وايي: له تحولاتو سره ځينې کډوال شول، ځینو نور کارونه پیل کړل. یو شمېر یې اوس هم له موږ سره په کار کې دي. اوسمهال د تیاتر رسمي کارکوونکي ۵ کسان دي. 

د هرات تیاتر له یوې پېړۍ وړاندې فعالیت پیل کړی دی.

دغه هنر او هنرمندانو یې په هېواد کې د سیاسي بدلونونو سره ګڼې لوړې ژورې تجربه کړي دي.

د ځینو هنرمندانو په خبره په وروستیو کلونو کې د تیاتر هنر یو ځل بیا له ځوړ سره مخ شوی دی او د هېواد د دغه هنر راتلونکي ته اندېښمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه