د سرپل زرغون طبیعت او ښکلي چاپیریال لیدو ته د ورتلونکو کورنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د سرپل سمسورو دښتو او په رنګارنګ ګلونو پوښلو غونډیو او ښایسته فضا لیدو ته ګڼ شمېر کورني سیلانیان ور مات شوي دي.
ځینې هېوادوال چې د اختر ورځو او رخصتیو پرمهال د کورنیو له غړو او ملګرو سره دغې سیمې ته راځي چې د ژوند شېبې په خوشحالۍ او آرامۍ سره تېرې کړي.
د جوزجان اوسېدونکی، عبدالحی حفیظي وايي: سرپل ډېره ښکلې فضا لري، ډېر ښکلي ګلان لري. خلک له لرو ولایتونو د سرپل لیدو ته راځي او دا فضا لیدل غواړي. د همدې لپاره زه له دوبۍ راغلم او د سرپل له فضا مو ډېر خوند واخیست.
د سرپل اوسېدونکی، عزیز الله مشتاق هم وايي: د سرپل اوسېدونکي هم هره ورځ زرغونو او شنو غونډو ته ځي او چکرې وهي. سفرونه کوي.
د سرپل سیمهییز مسوولین د دغه ولایت په تفریح ځایونو کې د ډاډمن امنیت ټینګښت او د اسانتیاوو برابرول د سیلانیانو د شمېر زیات والی لامل ګڼي.
د دوی په خبره د کوچني اختر له لومړۍ ورځې راهیسې تر دامهاله له پنځلس زره زیاتو کورنیو سیلانیانو ددغه ولایت له بېلابېلو برخو لېدنه کړې ده.
د سرپل د والي ویاند، حبیب الله مسرور بیا څرګندوي چې: د سرپل ټولې زرغونې سیمې، شنه چمنونه او ښکلي ګلونه هغه جاذبې دي چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی او لیدو ته یې خلک ورځي. چې په دې وروستیو کې یې د ګڼو سېلانیانو پام ځان ته اړولی او لیدو ته یې ورځي.
دا پداسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د ډاډمن امنیت ټینګښت سره د پسرلي موسم پرمهال له خپلو کورنیو او ملګرو سره ډېری هېوادوال د طبیعي جاذبو او سمسورو سیمو لېدو ته ورځي.
په دې اړه مو اندونه