د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي، تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۴۰ زره کورنيو او بهرنيو سېلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.
د پنجشېر والي طلوعنیوز ته وایي، دغه ولایت کې یې سېلانیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د پنجشير والي، محمد اغا حکیم و ویل: «پنجشېر ته د راتلونکو سېلانیانو لپاره سل سلنې چمتووالی نیول شوی. ټول افغانان کولای شي په یوه امن چاپېریال کې پنجشېر ته راشي او خوند ترې واخلي.»
پنجشير ته ورغلي ځینې کورني سېلانیان بيا له مسوولينو غواړي چې تفريحي سيمو کې د اسانتیاو زياتوالي ته پام وکړي.
صمیم سلطاني چې تازه له فرانسې راستون شوی، طلوعنیوز ته وایي: «زه د پنجشېر له ښکلاو او خلکو سره ډېره مینه لرم، له همدې امله له خپلو وروڼو سره راغلی یم چې له نږدې دا ولایت و وینو.»
د خوست اوسېدونکي، شریف و ویل: «موږ دې ځای ته په راتګ خوشحال یو. موږ ته هیڅ ستونزه نه ده پیدا شوې او هیڅ مزاحمت نشته.»
له کابله، پنجشېر ته تللي سېلاني، عبدالحمید و ویل: «پسرلی دی او د پنجشېر د تفریح وخت را رسېدلی دی. د دې ځای خلکو چلن ډېر ښه دی. زموږ دوستان او وروڼه له بېلابېلو قومونو دلته راځي او له یو بل سره ښه چلن کوي.»
پسرلی د ګرځندوی لپاره مناسب موسم دی او هېواد کې ډاډمن امنیت ته په پام په وروستیو کلونو کې د ګرځندوی صنعت غوړېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه