Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سنګین او کجکي ولسوالیو کې ۶ روغتیايي مرکزونه ګټنې ته وسپارل شول

د هلمند سنګين او کجکي ولسواليو کې ۶ روغتيایي مرکزونه ګټي اخستني ته وسپارل شول.

د هلمند شمالي ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا هڅې روانې دي.

تازه د هلمند د روغتيا ریاست له لوري د افغان روغتيایي خدمتونو مرستندويه بنسټ په همکارۍ د ۳۶ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ روغتيایي مرکزونه له جوړېدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

د هلمند د عامي روغتيا رياست د مسوولينو په خبره پرانيستل شوي روغتیایي مرکزونه به د مور او ماشوم د روغتیا ساتنې ترڅنګ، د خوارځواکۍ او نورو ناروغيو له منځه وړلو برخو کې ګټور تمام شي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس، فضل احمد شفیع الله وايي: پر دغو شپږو مرکزونو شاوخوا ۳۶ میلیونه لګښت راغلی دی. په مجموع کې چې اوس ۱۵ موږ پرانیستې ته چمتو کړي دي، پر لسو ترمیم کاري شروع ده او پنځه نورې له همکارو موسسو سره په خبرو کې یو. 

بل لور ته د هلمند د سنګین او کجکي ولسوالیو اوسېدونکي له تازه پرانيستل شوو روغتیایي مرکزونو له جوړېدو خوښ دي، خو خپلو سيمو کې د روغتيایي اسانتیاو د زياتوالي غوښتنه کوي.

د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکی، خواص اکا داسې وايي: موږ دا غواړو چې دلته موږ ته ښه ډاکټران راشي. موږ ته دلته امبولانسونه ولاړ وي. ښځو او سړیو ته باید ښه ډاکټران او ښه درمل وي. 

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، تازه ګل هم وايي: دې کلینیکونو ته زموږ رسیدګي نه کیږي. یو کلینیک موږ په سرخ اباد کې لرو چې خام دی او ودانۍ یې پخه نه ده. 

د هلمند د عامې روغتیا رياست د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ د هلمند په درېيو نورو ولسوالیو کې به هم د روغتيایي ستونزو د هواري په موخه د روان کال تر پايه؛ درې نور پنځوس (۵۰) بستريز روغتيایي مرکزونه پرانيزي، چې بشپړ روغتیایي خدمتونه به خلکو ته وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه