Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسوولین یې د پراختیا نیت لري؛ د خوست مسلکي لېسه کې ۱۸۰ ګونګیان زده‌کړې کوي

د خوست د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسه کې لسګونه ګونګيان په زده کړو بوخت دي.

د خوست د مرکز اوسېدونکی شل کلن سعدي الرحمن چې خبرې نشي کولای، د خوست د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د لسم ټولګي اول نومره دی.

سعدِ الرحمان او د دغې لېسې ځینې نور زده کوونکي په اشاروي ژبه د لېسې د ودانۍ او اسانتیاو نشتوالي خبره کوي.

د مسلکي لېسې زده کوونکی، سعدي الرحمن په اشاروي ژبه وايي: ( په دغه ښوونځي کې مې کمپيوټر، انګليسي، دري، پښتو او داسې نور مضمونونه مې زده کړي او پوهه مې زیاته شوې ده.)

فرید الله چې یو بل زده کوونکی دی، هم وايي: (  موږ غوښتنه کوو چې دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شي، مسلکي کتابونه راکړل شي او د ټرانسپورټ اسانتياوې راته برابرې شي.)

عباس هم زیاتوي: (موږ د لوبو ميدان نه لرو، زموږ د ښوونځي ودانۍ ډېره خرابه ده او له مسوولینو څخه غواړو چې موږ ته ودانۍ جوړه کړي چې په ښه ډول زده کړې وکړو.)

دامهال د خوست د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسه کې ۱۸۰ ګونګيان په زده کړو بوخت دي.
د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولین وايي که يې شته ستونزې حل شي کولای شي روڼ زړي او نور معلولين هم جذب کړي.

د خوست ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې امر، عبدالقدير صاحبزاده داسې وايي: دوی سره دې مرسته وشي او که نه په هره ولسوالۍ کې دې د الحاقیې په بڼه ترتیبات وشي نو دا به لوی خیر وي. 

د خوست د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي امر، نجي الله احمد و ویل: دلته یوازې له موږ سره ۱۸۰ کسان ګونګیان زده کړې کوي. موږ غواړو چې نابینایانو ته هم زده کړې پیل کړو. ګونګیانو نجونو ته هم زده کړې پیل کړو او لېسه ورته جوړه کړو. 

د خوست ځانګړو زده کړو مسلکي لېسه کې د زده کړو بهير لسم ټولګي ته رسېدلی او د خوست سربېره د پکتيا، لوګر او پکتيکا ولايتونو ځینې ګونګيان هم پکې زده کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه