Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د تیلي نباتاتو د کښت پروژې پیلېدل

کندهار کې پر ۵۵۰ جريبه ځمکه د تيلي نباتاتو د کښت پروژه پېل شوه.

د لومړي ځل لپاره د افغان او ترکيې مختصصانو له ځېړنو وروسته کندهار کې پر ۵۵۰ جريبه ځمکه د تيلي نباتاتو د کښت پروژه پېل شوه.
 
د لمر ګلی په څېر به د هغو بوټو کښتونه دلته ترسره شي، چې د غوړو کچه يې له پنځوس سلنې نه زياته وي.

مسوولين وایي د دغه ډول پروژو پلې کېدل د کروندګرو د ملاتړ ترڅنګ د هېواد د غوړیو تولید کچه هم لوړه کړي.

د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مرستيال، صدراعظم عثماني وايي: “زه تاسو ته ډاډ درکوم، چي اسلامي امارت او کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په دې هڅه کې دی، چې څنګه هېواد په کرنیز سکټور کې په بشپړ ډول په پښو ودروي”.

کندهار کې د ترکیې تيکا بنسټ مسوول، فاضل اکين اردغان زیاتوي: “لنډ وخت وروسته به موږ دلته له ترکیې راوړل شوو تخمونو څخه ښه پایله ترلاسه کړو او دوهم پړاو کې به موږ دلته کندهار کې له دغه کښت څخه د ترلاسه کړو حاصلاتو پر بنسټ د غوړو توليد هم پېل کړو”

کروندګر بيا له اسلامي امارت او نړيوالو مرستندويه بنسټونو غواړي، چې د اصلاح شوو تخمونو ترڅنګ ورسره د حاصلاتو بازار موندنه کې مرسته وکړي.

کندهار کې یو کروندګر، محمد دواد و ویل: “کوکنار او نور ټول نشه یې توکي اوس دولت بند کړی دی، وړاندی موږ همدا کښتونه کول، اوس مو بديلو کښتونو ته مخه کړې ده. زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده، چې زموږ سره د اصلاح شوو تخمونو ترڅنګ د حاصلاتو د پلور برخه کې مرسته وکړي په ځانګړي ډول د کندهار د پنجوائي ولسوالي له کروندګرو سره”.

هلته یو بل کروندګر، دواد شاه هم داسې و ویل:“موږ اصلاح شوو تخمونو او کيمياوی سرې ته زياته اړتیا لرو، زموږ د اوبو سيستمونه هم اصلاح ته اړتیا لري، نو باید زموږ سره مرسته وشي، ترڅو ښه حاصل ترلاسه کړو”.

پر دغه پروژه ۱۵۰ زره امريکایي ډالر لګښت راځي او دلته کرل شوي نباتات به د ترويج په موخه د سویلي ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه