د لوی اختر را رسېدو سره هممهاله په ټول هېواد کې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي.
د امنیتي مسوولینو په خبره د هېواد په ګوټ – ګوټ کې یې پلټنځایونه او ګرځنده ګزمې زیاتې کړي چې خلک د اختر خوشحالۍ په ډاډمنه توګه ونمانځي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال، محمد طاهر مبارز په دې اړه داسې وايي: ( ټول جوماتونه، عیدګاه ګانې او که پارکونه دي د هغوی لپاره امنیتي پلانونه نیول شوي دي.)
د هرات د امنیه قومندانۍ د جنايي مدیر، شاه ولي رحمت هم وايي: ( که پټاقۍ هر دوکان کې پیدا شول نو هغه دوکاندار به نیول کېږي او ګډوډۍ مخینوی به کوو.)
د غزني امنیه قومندان، مخدوم محمد عالم رباني بیا داسې وايي: ( د غزني امنیتي منسوبین ددې ولایت ټولو اوسېدونکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.)
د پکتيا امنيه قومندان، محمد عمر مخلص هم و ویل: (مکمل ډاډ ورکوو چې ښه په ډاډه زړه ښه فضا کې دوی هر چېرې تللی شي او خپل اختر خوشاله تېر کړي.)
بل پلو امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې سېلانیانو ته د امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي.
د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند، ذبیح الله جوهر خپل نظر داسې څرګندوي: (له ټولو ولسونو څخه مو دا غوښتنه ده چې د ورانکارو فعالیتونو په لیدو سره د خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړئ.)
د کونړ د امنیه قومندانۍ امنیت امر، نعمت الله حمیدي هم زیاتوي: (ولسونه دې په ډاډه زړه د لوی اختر خوشالي ونمانځي هېڅ ستونزې په کونړ کې نه محسوسېږي او نه شته دي.)
د نورستان د والي ویاند، فریدون صمیم طلوعنیوز ته د سېلانیانو د ورتګ په اړه و ویل: ( سیلانیان کولی شي د اختر شپو - ورځو کې نورستان ته راشي او د نورستان ښایسته طبیعي منظرو او ښکلانو څخه خوند واخلي.)
ورته مهال هېوادوال د امنیت ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي.
د پکتیا اوسېدونکی، سیف الرحمان سعید وايي: ( امنیت په هېواد کې ښه ټينګ دی او پکتیا ولایت کې باید نور هم ټينګ شي.)
د نورستان اوسېدونکی، فضل اکبري هم وايي: ( تذکره او هویت پوښتنه کول د حکومت یو اصل او قانون دی باید له خلکو څخه پوښتنه وشي.)
د هرات اوسېدونکی، ضیاء الدین بیا خپل نظر داسې شریکوي: ( همدا موټر او موټر سایکلونو ځغلونه باید بنده شي دوی هم خپل اختر خرابوي او نورو ته هم مزاحمت کوي.)
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او سراسري امنیت ټینګښت وروسته ګڼشمېر کورني سیلانیان د اختر او نورو عمومي رخصتیو پرمهال د هېواد له طبیعي جاذبو لیدنه کوي چې پر مټ یې په سیاحتي سیمو کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې اړه مو اندونه