د تېرو جګړو له امله د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې پنځلس زره کورونه ويجاړ شوي دي.
له درېیو کلونو وروسته خپلو ويجاړو شوو مېنو ته ورګرځېدلي دي.
د تېرو جګړو له امله کورونه، جوماتونه او بڼونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دومره بې وزله دي چې دا مهال ان د خپلو خټینو کورونو د جوړولو او ژوند لګښتونو پوره کولو وس نه لري.
د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکی، ارمان ګل په دې اړه داسې وايي: «دلته هیڅ هم روغ ندي پاتې شوي، کورونه، باغونه، جوماتونه او ښوونځي ټول جګړه کې لهمنځه تللي او خلک هیڅ هم نه لري».
د هلمند د سنګين ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، ابراهیم جان هم وايي: «زه خپل کور په خټو جوړوم او تر لس لکه افغانیو پورې لګښت کوي او دا چاره زما لپاره ګرانه ده، ځکه د دومره زیات لګښت توان نه لرم او زیاتو کسانو له همدې امله خپل ویجاړ شوي کورونه نه دي رغولي».
د هلمند سيمهییز مسوولين وایي د تيري جګړې له امله د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې دوه زره بڼونه او پنځلس زره کورونه ويجاړ شوي چې ځيني یې د اسلامي امارت له لوري د مرستندويه بنسټونو په همکارۍ رغول شوي دي.
د هلمند د والي ویاند، محمد قاسم رياض بیا و ویل: «د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له امله دوه زره بڼونه او ۱۵ زره کورونه ویجاړ شوي، چې له دې ډلې سل کورونه د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له لوري رغول شوي دي او ځینې خپله خلکو رغولي دي».
د هلمند د سيمهییزو مسوولينو په خبره د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ بازار چې؛ د بهرنیو ځواکونو بريدونو او هوايي بمبار له امله ویجاړ شوی وو، بیا رغول شوی دی.
په دې اړه مو اندونه