بالاخره نن خبریالانو ته اجازه ورکړل شوه چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ته دننه شي.
د طلوعنیوز خبریال شریف امیري وايي چې د وینې بوی او د دغه قول اردو ویجاړ شوی چاپېریال تراوسه هم ځورونکی دی.
په همدې حال کې د دغه قول اردو پخوانی قومندان د طالبانو دغه برید ناانساني بولي او په غچ اخیستنې ټینګار کوي.
په دغه رپوټ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید څرنګوالی انځور شوی دی.