Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بامیان لرغوني اثار د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

نن د مارچ ۱۱ مه د طالبانو لخوا د بودا بوتانو د ویجاړېدو له کلیزې سره سمون لري. که څه هم چې د بامیانو اته لرغوني سیمې د یونسکو په نړیوالو اثارو کې ثبت دي خو په تېرو کلونو کې د دغه ولایت لرغونو سیمو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.

شپاړس کاله کېږي چې بامیانو صلصال او شهمامه له لاسه ورکړي دي. د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د مارچ ۱۱ مه یوه غمجنه ورځ وه چې نړیوال یې حیران کړل.

که څه هم چې دې پېښې د نړۍ پام ځان ته راواړوه او د بامیانو درې لرغوني آثار د یونسکو د لرغونو آثارو په نولمړ کې ثبت شول خو د بامیانو تاریخي سیمې تر اوسه هم د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

تر اوسه هم د بامیانو په یو شمېر سیمو کې د غیر قانوني ودانیو د جوړېدو کار روان دی. که څه هم چې د بامیانو یو شمېر بې وزله کسان د بودا د غونډې په سمڅو کې ژوند کوي.

په سمڅه کې مېشت حسین علي وايي:«موږ په دغې سیمه کې د مجبورۍ له امله ژوند کوو. حکومت هم کوم کار نه کوي چې موږ ته ځای راکړي ترڅو ژوند وکړو.»

که څه هم چې یو شمېر هغه کسان چې په سمڅو کې اوسېدل په تېرو کلونو کې نورو سیمو ته لېږدول شوي دي، خو اوس هم کابو ۱۰۰ کورنۍ په دغو سمڅو کې ژوند کوي یو شمېر دا سمڅې د دغو کسانو د څارویو د ساتلو په خونې بدل شوي دي.

په سمڅه کې مېشت میرویس علي وویل:«له موږ څخه وړاندې دلته بلې کورنۍ ژوند کاوه.د دغې سمڅې په غولي یې تنور جوړکړی وه او اور یې بله وه ټول کار یې همدلته وه.»

د بودا د مجسمو ترڅنګ، د غلغلې ښار، د ضحاک ښار، د قلعه کافري الف او ب سیمه او قول اکرم او قلعه غمی ،دره‎ی فولادی، هم د نړۍ د لرغونو آثارو په نوملړ کې شامل دي.

 د ټولو دغو سیمو د ساتنې مسؤولیت د بامیانو ولایت د صفر دول د پولیسو قطعې په غاړه دی.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او توریزم آمر محمد عیسي عزیزي په دې اړه څرګنده کړه:«په بامیانو کې د دغو پولیسو تشکیل کم دی. کابو ۲۰ تنه تشکیل لري او دغه ۲۰ تنه د بامیانو د ټولو لرغونو اثارو د ساتنې مسؤول دي.دغه ۲۰ تنه بسندویه نه دي چې له ټولو سیمو څخه ساتنه وکړي.»

د غلغلې ښار چې تاریخ یې شپږمې تر لسمې زیږدیز پیړۍ رسېږي د بامیانو د پخوانیو اوسېدونکو د استوګنې اصلي ځای دی چې پخوانی باختر یې له هند او چین سره نښلا وه.

شریک یي کړئ