Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناامنیو په اړه د فاریاب اوسېدونکو اعتراض

د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکو د وسله‎والو غلو لخوا د دوو تنو پولیسو وژل کېدو په غبرګون کې پر اعتراض لاس پورې کړ.

اعتراض‎کوونکو سیمه‎ييز حکومت ته ګواښ وکړ چې د پېښې عاملان دي ونیسي او سزا دې ورکړې، که نه نو د خلکو ترمنځ به  حکومت باور کم شي.

په همدې حال کې د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د وژل شویو پولیسو عاملانو نیول کېدو په موخه هڅې پیل شوې دي.

د امنیه قومندان، محمد نعیم زیاتوي:«زموږ سرتېري د کلیو د دفاع په حالت کې وو چې ناڅاپه ناپېژاندو وسله‎والو پرې ډزې کړې دي او وژل شوي دي، موږ یې د پوښتنې غوښتنه کوو.»

په همدې حال کې د فاریاب والي، همایون فوزي د پېښې عاملانو د نیول کېدو او عدلي او قضايي بنسټونو ته د سپارلو ژمنه کوي.

دی زیاتوي:«ما اړوندو بنسټونو ته سپارښتنه کړې ده چې دا پېښه په جدیت سره وڅېړي  او قاتلان د قانون منګولو ته وسپاري.»

په همدې حال کې د بغلان اوسېدونکي وايي چې که دولت د ورته پېښو عاملانو ته سزا ورنکړي، نو وسله‎وال به له طالبانو هم بدې پایلې ولري.

د څو کلونو راهیسې فاریاب د هېواد له نا امنو ولایتونو شمېر کېږي او د دولت مخالف وسله‎وال او غیر مسوؤل وسله‎وال د نا منیو لامل بلل کېږي

شریک یي کړئ