Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناروغۍ د معیاري تشخیص او درملنې له نشتوالي د هراتیانو اندېښنې

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د بې کیفیته درملو شتون او د ناروغۍ د معیاري تشخیص او درملنې نشتوالی په هېواد په ځانګړې توګه په هرات کې د کال په زرګونه تنه اړ کېږي چې د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او مېلیونونه ډالره هم له دغې لارې له هېواد څخه بهر کېږي.

داسې شمېرې شتون لري چې یوازې په هرات ولایت کې د ورځې زر تنه د ایران،هند او پاکستان ویزې اخلي او د هغوی د نیمايي سفرونه یې د درملنې لپاره دي.

د هرات اوسېدونکی محمد داوود وویل:«په هرات کې د تشخیص زمینه شتون نه‎لري او ډاګټران نه شي کولای چې ناروغۍ په دقیقه توګه تشخیص کړي.د باکیفیته درملو او د روغتیايي ازموینې ځای د نشتوالي له امله اړ کېږو له هېواد څخه بهر ته ولاړ شو.»

د هرات ولایت یو شمېر نو اوسېدونکي هم وايي چې د دغه ولایت په ډېریو روغتونونو کې روغتیا او سوداګري له یو بل سره ګډ دي.

د هرات بل اوسېدونکی غلام غلي حبیبي وايي:«۴۵ ورځې وړاندې مې خپل پلار یوه خصوصي روغتون ته بوته.ناروغي یې داشان تشخیص کړه چې په دغو ۴۰ ورځو کې ټوله کورنۍ په اندېښنه کې وه.ما ته یې وویل چې پلار دې د سرطان ناروغي لري.ډېر اندېښمن شوم او پلار مې بهر ته بوته،خو هلته ثابته شوه چې یوه ساده ناروغي لري او ډېره ښه درمنله یې وشوه.»

خو د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا هېواد ته د بې کیفیته درملو واردېدل په ځانګړې توګه هرات ته د روغتیا په برخه کې یې یوه ستره ستونزه وبلله او وې ویل چې د دغه کار مخنیوی د هرات ولایت د روغتیا ریاست په وس کې نه دی.

هغه زیاته کړه:«له بده مرغه زموږ هېواد ته ډېری درمل په قاچاقي توګه هېواد ته واردېږي.کله چې په قاچاقي توګه وارد شي،نه د هغه کیفیت څېړل کېږي او نه کولای شو له هغه څخه څارنه وکړو.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«موږ دم‎ګړۍ ۶۵ خصوصي روغیتايي مرکزونه لرو.که‎چېرې غوښتي مو وي دغه بنسټونه تر څارنې لاندې ونیسو زموږ لپاره ستونزمنه ده.ځکه چې تشکیلاتي کموالی لرو.»

شریک یي کړئ