Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولې له دې غاړې هغې غاړې ته د لیک لوست لپاره تګ راتګ

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالی اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولسوالۍ  کې هېڅ دولتي ښوونځی شتون نه‎لري او دوی اړ شوي چې خپل ماشومان د زده ګړو لپاره پاکستاني ښوونځیو کې شامل کړي دي.

 دغه زده کوونکي وايي په برمل ولسوالۍ کې د ښوونځیو د نه شتون له امله هره ورځ د ډیورنډ له کرښې اوړي او په سوېلي وزیرستان کې په پاکستاني ښوونځیو کې زده ګړې کوي دوی زیاتوي هر سهار د پاکستان ملي سرود زمزمه کوي او د دې هېواد تعلمي نصاب لولي په همدې حال کې د دغو زده کوونکو کورنۍ د افغانستان حکومت څخه ښوونځي غواړي.

بلخوا د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د دې خبر له پخلي سره وايي په برمل ولسوالۍ کې ښوونځي فعال دي.

د دغو زده کوونکي شمېر چې څه باندې۲۵۰ تنه ته رسېږي هره ورځ څو کیلو مټره لار کچ کوي ترڅو خپل ښوونځي ته ورسېږي.

ګل نور یو تنه له دغو زده کوونکو څخه وايي:« دلته ښوونځي نشته موږ اړ یوو له پولې پورې غاړې ته واوړو او هلته پاکستاني ښوونځیو کې زده‎کړې وکړو له افغان حکومت څخه ښوونځي غواړو ترڅو مجبور نه‎شو په پاکستاني ښوونځیو کې د دغه هېواد تعلیمي نصاب ولولو.»

دغه زده کوونکي وايي دوی د افغانستان د تاریخ په اړه معلومات نه لري خو د پاکستان په تاریخ ښه پوهېږي.

په پاکستاني ښوونځي کې هره ورځ د پاکستان ملي ترانه زمزمه کوو

یو تن زده کوونکي څرګنده کړه:«زه غازي امان الله خان پېژنم خو په تاریخ یې خبر نه یم څه یې کړي دي خو قاعید اعظم پېژنم پاکستان يې ازاد کړی دی او د پاکستان په کراچۍ  ښار کې پیدا شوی دی.»

د یو شمېر زده کوونکو کورنۍ وايي باید د ماشومانو لپاره یې په برمل ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ شي ترڅو اړ نه شي په پاکستاني ښوونځیو کې زده کړو لپاره د ډیورڼډ کرښې هغې غاړې ته واوړي.

د برمل یو تن اوسېدونکي وویل:« له دې ولسوالی څخه ماشومان د زده کړو لپاره پاکستان ته اوړي دلته زموږ ښوونځي شنډ دي باید زموږ خپل ښوونځي جوړ شي ترڅو ماشومان پاکستان ته د زده ګړو لپاره وا نه‎وړي.»

خو د دې خبر په اړه د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست داسې وايي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست سرپرست نسیم واجد په دې اړه په ډاګه کړه:«هغه خلکو چې نیماي کورونه یې د پولې دې غاړې دي او نیمايي کورونه یې د پولې  پورې غاړه کې دي زموږ د معلوماتو له مخې دغه زده کوونکي د ښوونځي لپاره اوړي خو موږ رسمي څه په واک کې نه لرو او نه هم د زده کوونکو شمېره  چې د ښوونځیو لپاره د ډیورنډ له ګرښې اوړي.»

د یادونې وړ ده د پکتیکا ولایت برمل یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې د انګور اډې ډیورنډ ګرښې پاکستان سوېلي وزیرستان  سره اوږده پوله لري .

شریک یي کړئ