د هلمند-کندهار په لویه لاره کې د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې ۵ تنه وژل شوي او څه ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۴۰۳ ډوله موټر له واټ څخه واوښت.
کهڅه هم هغه د وژل شویو او ټپيان شویو د کره شمېر په اړه څه نه وايي،خو یوې سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان شوي دي.