Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قلعه‎زال د سیمه‎ييز حکومت مقر او د طالبانو د سختې جګړې ډګر

سره له دې چې د کندز د قلعه زال ولسوالۍ له نسکورېدو ورځې تېریږي، خو لاهم د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات نه دي پیل شوي.

د طلوع‎نیوز خبریال، کریم امیني چې په قلعه زال ولسوالۍ کې د جګړې لومړي کرښې ته تللی وایي، امنیتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ له ودانۍ لري په دفاعي حالت کې دي.

په همدې حال کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د قلعه زال ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات به ډېر ژر پیل شي.

د قلعه‎زال ولسوال، محبوب‎الله سعیدي وویل:«د ولسوالي مرکز زموږ او دښمن ترمنځ د جګړې ډګر دی؛ خو لکه څنګه چې چارواکو له موږ سره ژمنه کړې ده، چاڼيز عملیات به ژر پیل شي.»

همداراز په دې ولسوالي کې امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې ډېر ژر به سیمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شي.

د کندز پوله‎ساتو ځواکونو لوا مرستیال، ډګروال نعیم وايي:«موږ اقدام کړی دی، تاسو ګورئ چې زموږ ځواکونه د ولسوالۍ په دوه سوه مټرۍ کې دي.»

د کندز امنیه قومندان، عبدالحمید حمیدي څرګندوي چې ډېر ژر د قلعه‎زال نیونې په موخه عملیات پیل کړي.

ده زیاته کړه:«رسمي عملیات به سبا او یا بله ورځ د قلعه‎زال ولسوالۍ نیونې په موخه پیل شي.»

د قلعه‎زال ولسوالي د افغان ځواکونو لپاره مهم ده او د نیونې په موخه یې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څخه موده مخکې د کندز والي طالبانو ته ګواښ کړی وه، دا چې یا د سولې له بهیر سره یوځای شي او یا به له منځه یوړل شي.

د قلعه‎زال ولسوالي د افغان ځواکونو لپاره مهم او ستراتيژيکه ده او د نیونې په موخه یې هڅې کوي تر څو له وسله والو پاکه شي

شریک یي کړئ