Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د داعش په زندان کې لسګونه بې‎برخلیکه بندیان

 د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وایي چې د دې ولایت د پچیراګام، هسکې مېنې، کوټ او اچین ولسوالیو اوسېدونکي لا هم د داعشیانو په زندانونو کې پراته دي، خو د خلاصون لپاره یې حکومت هېڅ ډول اقدام نه دی پورته کړی.
 
د ننګرهار د ولایتي شورا غړو په وینا، قومي مشرانو له داعشیانو سره د ملکي وګړو د خلاصون لپاره هڅې پیل کړي، خو حکومتي چارواکي لاس تر زنې ناست دي.
 
په یوې تازه پېښه کې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د یوې دینې مدرسې ۱۳ تنه ښوونکي دیني عالمان د داعش له لوري برمته شوي.
 
د خوږیانیو ولسوالۍ اوسېدونکی، فرهاد وايي:«په پچیراګام کې له میندو خپل اولادونه ورک دي، نه یې مړی مالوم دی او نه ژوندی او حکومت هم بې غمه دی.»
 
د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی، خان محمد زیاتوي:«اچین کې یې هم خلک اسیران کړي، خلک باید ټول د داعېش په ضد راپورته شي.»
 
ویل کېږي د قومي مشرانو له لوري له داعش وسله‎والو سره د ملکي وګړو د خلاصون په تړاو خبرې اترې شوي؛ خو لا یې هم کومه پایله نه ده لرلې.
 
د ننګرهار ولایتي شورا غړی، ذبیح الله زمری څرګندوي:«حکومت هېڅ نه دي کړي او نه یې کولای شي. قومي مشرانو له داعېش سره خبرې اترې کړي او توقع وه چې دا خلک ژر راخوشې شي ؛خو تر اوسه یې راخوشې نه کړل.»
 
قومي مشران په دې باور دي چې د داعش پر ضد شوي عملیات ګټور نه دي تمام شوي او په حکومت کې هم د داعېش د ځپلو لپاره قوي اراده شتون نه لري.
 
قومي مشر، ملک شاه زمان وايي:« سربازان قرباني ورکړي ؛خو رهبري یې بیا د قربانۍ اندکې ګڼي. هر ورځ همدا وایي چې داعېش ووژل شوی اخر حیران شو چې دا دومره وړه ډله څنګه پاتې ده چې هره ورځ وژل کېږي ؛خو ختمېږي نه.»
 
چارواکي بیا خبر ورکوي چې په ننګرهار کې د هغه ملکي وګړو د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي چې داعېش برمته کړي.
 
د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوږیاڼی هم په دې اړه خپل ځواب داسې وايي:«داعېشیانو بیا تازه هڅه کوله چې په هسکې مېنې کې یو دیني عالم او د ملي اردو سرتېری وتښتوي ؛خو سیمه ییزو پولیسو وژغورل او د هغه کسانو د خلاصولو لپاره هلې ځلې کوو چې داعېش سره بندیان دي.»     
 
ویل کېږي چې د ژمي په دې موسم کې داعش ډلې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې تر تبلیغاتو وروسته تازه دمي جنګیالي جذب کړي او د روزنې لړۍ یې ورته چټکه کړې. باورونه دا دي که په دې موسم کې دا ډله ونه ځپل شي، نو په اوړي کې به د ځواکونو لپاره لوی سرخوږی وي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړو په وینا، قومي مشرانو له داعشیانو سره د ملکي وګړو د خلاصون لپاره هڅې پیل کړي، خو حکومتي چارواکي لاس تر زنې ناست دي

شریک یي کړئ