Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند په تېر یوه کال کې د ۱۰۰ شپنیو عملیاتو شاهد وه

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په یوه تېر کال کې کابو د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو په موخه کابو ۱۰۰ شپني عملیات ترسره شوي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي چې دغو شپنیو عملیاتو ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

هغه وویل چې دغه عملیات د ترهګرو په له‎منځه وړلو او همدارنګه د طالبانو د پراخو بریدونو د مخنیوي لپاره ډېر اغېزمن وو.

ښاغلي حیات زیاته کړه:«هر کله چې شپني عملیات ترسره شوي دي ډېر ګټور پرېودي دي.په یوه تېر کال کې په هلمند کې کابو ۱۰۰ شپني عملیات ترسره شوي دي چې په هغه کې یو شمېر وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.هڅه کوو چې د دغو عملیاتو مُلکي مرګ ژوبله صفر ته ورسېږي.»

په همدې حال کې د هلمند د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې یوازې په درې وروستیو میاشتو کې د شپنیو عملیاتو کې په لړ کې ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي ګل اغا مسلم وویل:«په ډېریو مواردو کې د خلکو ځان او کورونو امنیت ته پاملرنه نه ده شوې.زموږ غوښتنه دا ده چې په دې لړ کې پاملرنه وشي.یوازې په درې وروستیو میاشتو کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او د دغه کار مثبت اړخ ډېر کم دی.»

د هلمند د ولایتي شورا غړی بشیر شاکر وویل چې د ملي پوځ د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د سنګین او ۱۰ تنه نور ولسي وګړي د نهر سراج په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

هلمند په دوو ورستیو کلونو کې د دولتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ د سختو جګړو شاهد وه او دغه نښتې د دې لامل شوي دي ترڅو د هلمند ۶ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د هلمند سیمه‎ييز چارواکي د دغو عملیاتو اوږدېدل د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له امله بولي.

شریک یي کړئ