Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وحدت: د کوهستاناتو ولسوالۍ به د ترهګرو امن پټنځای شي

د سرپل والی د ترهګرو په امن پټنځای او روزنیز مرکز باندې د دې ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له بدلیدو خبر داری ورکوي.

محمد ظاهر وحدت ګواښ کوۍ چې که د کوهستاناتو ولسوالۍ د ترهګرو له شتون نه پاکه نشي نو په دغه ولسوالۍ کې د ترهګرو شتون به ډیرې خطرناکی پایلی ولري.

د سرپل والی د دې ولایت په صیاد ولسوالي کې د طاهر یولداش د زوی د ځای پرځای کیدو هم خبر ورکوي او وایي چې نوموړي د داعش ډلی لپاره ځوانان جذبوي.

دی زیاتوي:«که دولت او زموږ نړیوال ملاتړي په دې برخه کې پام ونکړي، نو ښايي په راتلونکې کې زیات زیان ولري.»

د جګړې د فصل په رانېږدې کیدو سره د سرپل والي په دې ولایت کې د جګړو د ډېریدو په اړه خبرداری ورکوي.

هغه وايي چې د سرپل ولایت کوهستاناتو ولسوالۍ دې ولایت ته جدي ګواښ دی له همدې امله د دې ولسوالۍ د بیا نیولو عملیات باید په بیړۍ ترسره شي.

په دې لړ کې په امنیتي ادارو نیوکه کیږي چې د روان کال په ژمي کې له فرصتونو ګټه نه ده اخیستې او تر اوسه هم طالبان په ډیرو سیمو حاکم دي.
 
د کابل ولایتي شورا غړی، عبدالخالق ځاځي وايي:«په دې برخه کې باید چې افغان ځواکونه او ولسمشر چې په خپله د وسله‎وال ځواک قومندان دی، جدي پام وکړي.»

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي:«اړتیاوې چې وې او هغه برخې چې کمزورې وې موږ پرې کار کړی دی او پیاوړې کړې مو دي. او هیله لرو چې په راتلونکې پسرلې کې جګړه نه وي؛ که داسې وه نو موږ به د لویو امکاناتو سره دښمن ته ځواب ووایوو.»

سرپل د هېواد په شمال کې نا امنه ولایت ګڼل کېږي او دا و لایت له کلونو راهیسې د ترهګرو د فعالیتونو شاهد وو.

محمد ظاهر وحدت ګواښ کوۍ چې که د کوهستاناتو ولسوالۍ د ترهګرو له شتون نه پاکه نشي نو په دغه ولسوالۍ کې د ترهګرو شتون به ډیرې خطرناکی پایلی ولري

شریک یي کړئ