د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې یوې ناپېژانده ناروغۍ د ۷ ماشومانو ژوند اخیستی.
د غزني د ولایتي شورا غړي خالق داد اکبري په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه ناروغي د ناور ولسوالۍ په بید کلي کې د ماشومانو په منځ کې خپره شوې او تراوسه یې د دوو ورځو په ترڅ کې د ۷ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
هغه زیاته کړه چې کابو ۳۵ تر ۴۰ نور ماشومان هم په دغې خطرناکه ناروغۍ اخته دي.
هغه همدارنګه وايي چې د ډېرې واورې اورېدو له امله د دغې ولسوالۍ لارې تړلې دي او کهچېرې د عامې روغتیا وزارت د چورلکو له لارې د دغو ماشومانو مرستې ته ونه رسېږي د دغو ماشومانو ډېر شمېر به له منځه ولاړ شي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا،د دغې ناپېژاندې ناروغۍ ځينې نښې د ساه په اخیستو ستونزې،والګی،او د خېټې درد دی.