Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي پروژو د کار د پیل لپاره هڅې

د افغانستان او ترکمنستان پلاویو په هرات کې سره ولیدل او د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او د اوسپنې پټلۍ د چارو د پیلېدو په اړه خبرې کوي.

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کولو د چارو پر پیلېدو ټینګار وکړ.

د پټرولیم او کانونو سرپرست حاجي محمد عیسی وايي:«که چېرې تاسې له موږ سره دا همکاري وکړئ او له موږ سره مالي همکاري وکړي، لار هم د ټاپي او هم د رېیل پټلۍ او نوري فایبر ته به پرانیستل شي.»

په کابل کې د ترکمنستان سفیر په دې دوه اړخیزه غونډه کې ډاډ ورکړ چې، د ټاپي په ګډون د افغانستان او ترکمنستان د ګډو اقتصادي پروژو عملي چارې به ډېر ژر پیل شي.

کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه ایوزوف زیاتوي:«موږ د ترکمنستان په استازولۍ دلته راغلي یوو؛ څو د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او د رېیل پټلۍ په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړو. د دواړو هېوادونو له لوري څو کمېټې جوړې شوي چې، د دغو پروژو د کارونو د پیل پر وړاندې د شته ننګونو د حلولو په موخه سره کار وکړي.»

ټاپي پروژه څه باندې یو زرو او ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او څه باندې ۸۰۰ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.
د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکه، ګاز له ترکمنستانه - افغانستان او بیا پاکستان او هند ته لېږدوي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار وویل:«د ټاپي برخلیک ټاکوونکې پروژه د عملیاتي او میداني کېدو په برخه کې یې پرمختګ شوی او ژر تر ژره به ان شالله عملي شي.»

د ټاپي پروژه ۵ کاله مخکې د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د مشرانو له لوري په هرات کې پرانېستل شوه.

سره له دې چې، د دغې پروژې چارې په ترکمنستان کې پایته رسېدلې دي؛ خو په افغانستان کې یې د عملي کولو چارې لا هم نه دي پیل شوي او د پیلېدو په تړاو یې هر ډول هڅې د کاغذ پر مخ پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه