د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي د هرات د مصلی د پنځهګونو څلیو د یوه هغه د احتمالي ړنګېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ددې تاریخي بنا د مرمت کولو لپاره پر بې غورۍ نېوکه کوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور د کلتور آمر، جاوید ضرغام وايي چې که دا څلی راپرېوځي ښایې مالي او ځاني زیانونه واړوي.
دی زیاتوي:«د څلي پرمخ، د څلي د ننه برخو کې او همداراز د څلي پاس برخو کې سنسورونه ښکاره کوي چې د باد او طبیعي خوځښتونو له کبله بدلون په کې رامنځته شوی دی.»
څو کاله کیږي چې د حکومت له لوري د منارونو په منځ کې غزېدلې لارې تړل شوي دي ؛ خو خلک ددې سیمې له بدیلو سړکونو کار اخلي.
تاریخي څلي ته څېرمه د یوه تالاراو د موټرو د درېدو دځای جوړېدو د پنځم منار د ړګندېدو په تړاو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د هرات اوسېدونکی، غلام محبوب څرګندوي:«د څلي انحراف ورځ تر بلې زیاتیږي، موږ له اطلاعاتو او کلتور ریاسته هیله کوو چې ژر تر ژره دې څلي ته رسېدنه وکړي چې د هرات هویت له منځه ولاړ نشي.»
د هرات اوسېدونکی، مبین ثاقب زیاتوي:«که اړوندې ادارې ژر اقدام ونکړي، موږ به د پنځم څلي د منځه تلو شاهد ووسو.»
د کلتوري چارو شنونکی وایي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نه پاملرنې له امله ددغه ولایت مصلا ته جدي زیان رسیدلی دی .
د کلتوري چارو شنونکی، ولي شاه بهره وايي:«کله چې موږ مقایسه کوو، ګورو چې څلي د پخوا پرتله چې د نهمې پېړۍ په لومړیو کې یې عظیمت درلود د مقایسې وړ نه دی.»
په ۱۳۸۶ کال کې یونسکو تر پنځم څلي د سیمونو په راچاپېرلو سره هڅه وکړه چې ددغه څلي د ړنګېدو مخه ونیسې چې تر یوه بریده یې د هغه احتمالي ړنګېدل وځنډول.
د هرات د مصلی څلي د تیموریانو په دوره کې په هغې سیمه کې چې د تیمور د زوی شاهرخ د مېرمنې ګوهر شاد ژوند کاوه جوړ شوي دی. د جګړو په دوره کې د هرات مصلی ړنګه شوه او یوازې څلور ګمبدې یې پاتې دي چې هغو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.