Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استرالیا کې د افغاني فلمونو فسټیوال پای ته ورسید

استرالیا کې د "ګان" په نامه د افغاني فلمونو فسټیوال "ولسمشر ته لیک" او "د ژوند سیند‎" فلمونو له نندارې سره پایته ورسید.

دا فیسټوال هر کال د "فردا" په نامه یوې ټولنې لخوا په لاره اچول کیږي.

د فیسټوال ګډونواله، ارزو یونس څرګندوي:«ډېره خوشاله او احساساتي یم، خوشاله یم چې د فیستوال پنځم برخه ترسره شوه او ویاړ کوم چې زموږ افغانانو دومره پرمختګ کړی او داسې فلمونه جوړوي.»

د فیسټوال مسوول، فهیم هاشمي زیاتوي:«خلکو له هر لوري خوښ کړی دی، او پر فیسټوال خبرې کوي.»

اسټرالیا کې افغان مېشت، عبدالله علي خېل زیاتوي:« نن ورځ کوم فلم چې نندارې ته وړاندې شو، ډېر زیات مهم وو، دا چې خلکو ته ښکاره شي، افغانستان کې پر مېرمنو څه تېريږي.»

د ګان فلم فیسټوال کې هغه فلمونه نندارې ته اېښودل کیږي چې د افغانانو لخوا جوړ شوي وي، مرکزي لوبغاړي یې افغانان وي او یا هم د بهرنیو فلم جوړونکو لخوا د افغانستان اړوندو موضوعاتو باندې فلم جوړ شوی وي.

د دغه پروګرام جوړونکي وايي چې موخه یې استرالیا کې د افغانانو د تاریخ ژوندي ساتل دي

شریک یي کړئ