Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیمروز کې لرغوني ابدې د ورانېدو له ګواښ سره مخامخ دي

د نیمروز ولایت سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت ډېرۍ لرغوني ابدې چې د پخواني سیستان بستر بلل کیږي او څو زره کاله لرغونتوب لري، د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي چې نیمروز کې له سلو ډېرې تاریخي ابدې شته، خو یوازې ۴۴ یې د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ثبت دي.

د دغو تاریخي ابدو له ډلې د نیمروز مرکز زرنج ښار ته نیږدې یوه تاریخي کلا یې بېلګه ده چې په خپل حال پرېښودل شوې ده. د اطلاعاتو او کلتو ریاست مسوولین څرګندوي چې یوازې د یوې تاریخې ابدې د بیا رغونې او مرمت چارې پیل شوې دي.

culture

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالغني څرګندوي:«د نیمروز یو مهم بحث دا دی چې د تمدونونو ښار وو، تاسې چیګیني چې نقش او نګار ته وايي ګورئ، دا کلا او نورې تاریخي کلاوې په چیګیني کلاوو کې راځي. دې امتداد سره څو نورې دي چې پوځي ځایونه لري او زندان لري.‎»

نیمروز کې فرهنګیان حکومت د لرغونو ابدو ساتنې او بیا رغونې برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.

د فرهنګي چارو شننونکی، امان الله عاطف وايي:«خلک تاریخي ابدو کې کیندنې کوي، فکر کوي چې دلته به کوم خزانه وي، هره ورځ چپاولګر په چپاول لاس پورې کوي او تا اثار خرابوي.»

د نیمروز ولایتي شورا غړی، نعمت الله صدیقي زیاتوي:«د نیمروز هرې برخې کې ګورو چې د خلکو له ویاړه ډک تاریخ او فرهنګ نښې دي، خو دا اثار د منځه تلو په حال کې دي چې مرکزي حکومت یې د مخنیوي لپاره هڅې نه دي کړي.»

culture

سیمه ییز مسوولین وايي چې د بودجې نشتوالي له کبله نه دې توانېدلي چې لرغونې ابدې بیا ورغوي.

د نیمروز والي، سیدولي سلطان څرګندوي:«موږ خپل کار پیل کړی چې لومړی وپيژندل شي، تثبیت شي او بیا پیسې پیدا او عملي کار پیل شي.»

نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین څرګندوي چې لرغونې تاریخې ابدې په نا امنو سیمو کې دي چې دوی ورته لاسرسی نلري.

مسوولین وايي نیمروز کې له سلو ډېرې تاریخي ابدې شته، خو یوازې ۴۴ یې د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ثبت دي.

شریک یي کړئ